-
افریقا ته د رئیسي د سفر پای؛ د ایران او درېیو افریقایي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ۲۱ سندونه لاسلیک شول
Jul 14, 2023 02:03د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر درېیو افریقايي هېوادونو ته د خپل سفر له بشپړولو او له کینیا، یوګانډا او زیمبابوې سره د همکارۍ د ۲۱ سندونو له لاسلیکولو وروسته، د تهران په لور روان شو.
-
د فضایي محصولاتو د صادراتو په هکله د اکو له هیوادونو سره د ایران خبرې اترې
Jul 14, 2023 09:10د ایران د اسلامي جمهوریت د فضایي سازمان ویاند د اکو د غړیو له هیوادونو سره، د ایران جوړ فضایي سازو سامان د صادراتو په هکله د خبرو اترو خبر ورکړ.
-
بلخ کې نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون هم خپلې خپرونې ودرولې
Jul 14, 2023 04:23د افغانستان په بلخ ولایت کې د نهاد راډیو او پیکان ټلویزیون چارواکي وایي چې دغه راډیو او ټلویزیون د ځینو ستونزو له امله خپلې خپرونې ودرولې.
-
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړهلیک تصویب کړ
Jul 14, 2023 01:43په دغه پرېکړهلیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.
-
طالبانو پر افغانستان د لګول شويو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه
Jul 14, 2023 01:40د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا او په کابل کې د یوناما له مرستیال ډینیل انډرس سره په لیدنه کې پر طالبانو د نړیوالو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
-
ښځې او نجونې د افغانستان پانګې دي
Jul 14, 2023 01:36د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.
-
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
-
د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وشو
Jul 13, 2023 08:32د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وايي، چې د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې په ايران هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په ليدنه کې کړي. نور جزئیات په زموږ د خبریال فضل غني په راپور کې واورئ.
-
له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو
Jul 13, 2023 07:48دغه تفاهم ليک د چهارشنبي په ورځ هرات ولایت کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي او ایراني هیئت ترمنځ لاسلیک شو. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واوئ.
-
ایران د خپلې ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په سر چا سره تعارف نه کوي
Jul 13, 2023 02:32د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسیې او د فارس خلیج د هیوادونو تر مینځ د استراتیژیکو خبرو اترو وروستۍ اعلامیې او د ایران د درې ګونې ټاپو وزمو په هکله د ادعا مطرحولو ته په غبرګون کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلې ملي واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په سر جدي چلند کوي او چا سره تعارف نه کوي.