د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i137900-د_7_لویو_کانونو_د_استخراج_او_پروسس_تړونونه_لاسلیک_شول
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.
(last modified 2023-09-01T21:19:17+00:00 )
Sep 02, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • د 7 لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسلیک شول

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین د لاور د ملاعبدالغني برادر آخند په شتون کې د ۷ لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړل.

زموږ د همکار فضل غني حقمل د خبر له مخې، ګټونکي شرکتونه د یادو کانونو پر استخراج او پروسس ۶ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره پانګونه کوي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په ياده غونډه کې وويل چې، د یادو تړونونو په هکله له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې روانې وې او امېد لرو چې دا به افغانستان په ځان بسیا کړي.

ښاغلي دلاور زياته کړه دغه کانونونه چې د سرو زر، مسو، سربو، جستو او وسپنې دي، افغاني، چينايي، ایراني، ترکي او برېتانيوي شرکتونو ته په قراداد ورکړل شول، چې موده یې له پنځو څخه تر ۳۰ کلونو پورې ده.

نوموړی وايي، په ټول هېواد کې هېڅوک په غیر قانوني ډول کانونو ته ګوتې نشي ور وړلی.

‏د دغو اوو لویو کانونو په استخراج او پروسس کې به شاوخوا ۵۰زره کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.