په لوېدیځه اسیا کې سوداګریزې اړیکې په بدلېدو دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137924-په_لوېدیځه_اسیا_کې_سوداګریزې_اړیکې_په_بدلېدو_دي
د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال د هیواد ټرانسپورټې لارې مهمې وبللې او وویل: د ایران د شلمچې او د عراق د بصرې تر مینځ د رېل ګاډې په فعاله کېدو سره، په لوېدیځه اسیا کې په سوداګریزو اړیکو کې بدلون رامینځ ته کیږي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Sep 02, 2023 10:44 Asia/Kabul
  • په لوېدیځه اسیا کې سوداګریزې اړیکې په بدلېدو دي

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال د هیواد ټرانسپورټې لارې مهمې وبللې او وویل: د ایران د شلمچې او د عراق د بصرې تر مینځ د رېل ګاډې په فعاله کېدو سره، په لوېدیځه اسیا کې په سوداګریزو اړیکو کې بدلون رامینځ ته کیږي.

له شلمچې څخه بیا تر بصرې پورې د ۳۲ کیلومټرو د پټلۍ لارې د جوړولو پروژه د ایران د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد مخبر او د عراق د لومړي وزیر محمدشیاع السودانی په حضور سره پرانیستل شوه.

د ایران او عراق تر مینځ د ریل پټلۍ نښلېدا په لوېدیځه اسیا کې یوه استراتیژیکه پېښه ده.

د کارپوهانو په وېنا، که دغه پټلۍ لاره تر سوریې، لبنان او مدیترانې سمندر وغځیږي د مقاومت د جبهې په ضد به د امریکا بندیزونه هم شنډ شي په دې خاطر امریکا د دغه ټرانزیتې لارې جوړېدا خپله سره کرښه بولي او په هر قېمت یې د جوړېدو مخنیوی کوي.

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال محمد مخبر وویل چي د شلمچې او بصرې تر مینځ د نښلولو طرحه په لوېدیځه اسیا کې یوه استراتیژیکه طرحه بلل کیږي چي د نړیوالو لارو او ټرانزیتي لارو بشپړه کوونکې کېدایشي.