-
پاکستان او ایران په خپلو اړوندو سیمو کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې هوکړه کړې
Jan 30, 2024 01:02د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې له خپل ایراني سیال سره د لیدنې پر مهال په خپلو اړوند سیمو کې له «ترهګرۍ» سره پر مبارزې هوکړه کړې ده.
-
د افغانستان په کابل کې د ددغه هیواد لپاره تماس نړیوالې ډلې غونډه
Jan 29, 2024 11:24په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت په نوښت سره د افغانستان د ګاونډیانو او دس یمې د هیوادونو د ځانګړو استازو په شتون سرهد نړیوال تماس ډلې د لومړنۍ غونډې ترسره کیدا ښئ چې تهران تل د افغانستان د خلکو د مشکلاتو له حل سره دمرستې لپاره هڅې کوي.
-
سوریې کښې د داعش ډلې مشر هلاک شوی
Jan 29, 2024 02:29فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مشر د وژل کیدا خبر ورکړ.
-
بغداد له واشنګټن سره په عراق کې د امریکايي پوځي حضور د پایته رسولو لپاره د مهالوېش د جوړولو په اړه موافقه وکړه
Jan 26, 2024 03:00د عراق حکومت په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور د تدریجي پایته رسېدو او د هغوی د پوځي ماموریت د ختمېدو لپاره د مهالوېش د جوړولو لپاره له امریکا سره موافقه اعلان کړه.
-
ټي ټي پي په افغانستان کې نشته
Jan 26, 2024 02:19طالبانو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستيز عاصم منير تر ګواښونکو خبرو وروسته د دې ډلې د رئیس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير ويلي چې پاکستاني طالبان (ټي ټي پي) په افغانستان کې نشته او داعش هم په دې هېواد کې ځپل شوی دی.
-
د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی
Jan 26, 2024 02:07د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال عاصم منير د اسلام آباد د بهرني سياست په اړه په خبرو کې له هند سره سوله رد کړې او د افغانستان په اړه يې ويلي، چې «د يوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی».
-
د روسي الوتکې نسکورېدو له امله د اوکراین ۶۵ تنه بندي سرتیري وژل شوي
Jan 25, 2024 02:50د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې هغه ستره الوتکه غورځېدلې چې پکې د اوکراین ۶۵ تنه بندیان لېږدول کېدل او ټول مړه شوي دي.
-
افغانستان تر ټولو ټيټ کيفيته پوهنيز نظام لري
Jan 25, 2024 02:38پرون د جنورۍ ۲۴مه د پوهنې نړیواله ورځ وه. د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د زده کړو د کیفیت تر ټولو ټیټه کچه لري. یونیسف ویلي چې په دویم او درېیم ټولګي کې یوازې ۱۳ سلنه ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه او یوازې ۱۸ سلنه یې د ریاضي مهارتونه لري.
-
د پاکستان د پوځ او د افغان طالبانو ترمینځ سر حدي نښتو بیا رابرسیره کیدا
Jan 21, 2024 10:16د افغانستان او پاکستان ترمیځ د سرحدي لارو له بندیدا سره په یووخت د پا کستان د پوځ او د افغانستان د طالب ځواکونو ترمینځ سرحدي نښتې زیاتې شوي دي.
-
ایران د عراق او سوریې لپاره خپله وینه ورکړي ده
Jan 21, 2024 02:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د امریکا له سي این بي سي (CNBC) ټیلي ويژن سره په مرکه کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د سوريې او د عراق له وسله والو ځواکونو او خلکو سره د مرستې لپاره د خپلو تر ټولو ښو پوځي سلاکارانو وینه ورکړي ده.