سوریې کښې د داعش ډلې مشر هلاک شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145430-سوریې_کښې_د_داعش_ډلې_مشر_هلاک_شوی
فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مشر د وژل کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-28T22:02:25+00:00 )
Jan 29, 2024 02:29 Asia/Kabul
  • سوریې کښې د داعش ډلې مشر هلاک شوی

فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې پوځ د داعش ترهګرې ډلې د اصلي مشر د وژل کیدا خبر ورکړ.

د داعش ترهګرې ډلې غړی «اسامه شحاده العزیزي» چې لقب یې « والي حوران» و  له خپلو دوو ملګرو سره یوځاې پرون سهار د سوریې په جنوب کښې په درعا ولایت کښې د پوځ او د  ځايي ځواکونو په حملې کښې ووژل شو.

والي حوران د سوریې په جنوب کښې د داعش ډلې د اصلي قومندان لقب و چې په درعا او سویدا ولایتونو کښې یې د دغه ټروریسټي ډلې د غړیو قومندنۍ پرغاړه لرله.

په سوریې کښې کړکیچ له دوه زره یویشتم میلادي کال راهسې د سعودي عربستان ، د امریکا د متحده عربي اماراتو، د بریتانیا او د فرانسې وغیره په شان د ملاتړ وړ ترهګرودلو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د سیمې د معادلاتو د بدلولولو لپاره پیل شوی و.

د امریکا پوځيان او هغوې ته اړونده ترهګر عناصر مودې مودي کیږي چې د سوریې په شمال او ختیځ کښې په غیر قانوني ډول شتون لري او دوې د سوریې د غنمو او د تیلو د سرچینو په چورتالان کولو سربیره د سوریې د خلکو او د حکومتي عسکرو پرضد بریدونه هم کوي.