-
روسیه به د ایران پرضد د امریکا د اقدام مخه ونیسي
Feb 27, 2020 01:41فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف د امریکا لخوا د ایران ضد بایکاټونه غیرقانوني وبلل او ویې ویل ماسکو به د تهران پرضد د ملګروملتونو د بندیزونو د بیرته ستنولو لپاره له هر ډول هڅې سره مخالفت وکړي .
-
په افغانستان کې بیا هم د طالبانو په حملو کې اتلس پوځيان وژل شوي
Feb 26, 2020 10:49ټاکل شوې ده ، ددغه پلان له اجرائي کیدا وروسته ،د طالبانو او امریکا ترمینځ د سولې په تش په نامه موافقه په راتلونکي اونۍ کې دقطر په دوحې کې لاسلیک شي .
-
د امریکا ولسمشر د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ
Feb 26, 2020 02:06زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې نوي ډيلي ته په سفر تللی دی پرون یوځل بیا د کشمیر په هکله د پاکستان او د هندوستان ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلام اباد او د نوي ډیلي له مشرانو سره زما اړیکې پیاوړي دي .
-
وسله والو مخالفينو په کندهار کې پر امنیتي سرتېرو دوه ځایه بريدونه کړي
Feb 23, 2020 14:02د جګړې د ښکېلو غاړو له خوا د تاوتریخوالي کمولو پر اعلان سربېره په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو دوه ځلې بريدونه شوي دي.
-
په ايران کښې د زلزلې له کبله په لسګونو کسان ژوبل شول
Feb 23, 2020 13:59د ايران په آذربائيجان کښې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي او پينځويشت کلي يې ويجاړ کړي دي.
-
په ننګرهار کی یو مهم طالب قوماندان دنورو طالبانو له لورې ووژل شو
Feb 23, 2020 13:50عینی شاهدان وایي چې دننګرهار ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې مشهور او مهم طالب قوماندان مولوي نورعالم مشهور په نصرت دنورو وسله والو طالبانو له لورې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای ووژل شو
-
د روغتيا وزارت: په ايران کښې د کورونا وائرسو له کبله د مړو شمېر اتو ته اورسېد
Feb 23, 2020 12:21د روغتيا د وزارت د عمومي روابطو او اطلاع رسونې د مرکزمشر وويل: په ايران کښې د کورونا بيمارۍ د سرتاوانونو شمېر اتو تنو او په دغې بيمارۍ د اخته کسانو شمېر درې څلوېښتو ته اورسېد.
-
اروپايي اتحادیه یوازې خبرې کوي او عملي کار نه کوي
Feb 24, 2020 01:46ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني بیګا په تهران کښې د اسټریا هیواد له خارجه وزیر الکسانډر شالنبرګ (Alexander Schallenberg,) سره په کتنې کښې د اټومي تړون په وړاندې د اروپايي هیوادونو په دریځ نیوکې سره وویل اروپايي اتحادیه یو(۱) کال کیږي چې د اټومي تړون په هکله یوازې خبرې کوي .
-
د تاوتريخوالي د کمولو د موافقې د ناکامۍ لپاره د ځينو لورو په کوششونو د طالبانو اعتراف
Feb 23, 2020 10:52د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند ځينې لوري له امريکې سره د صلحې د موافقې د ناکامولو لپاره په هلوځلو تورن کړل.
-
د پاکستان په پارلېمان کښې د شهاز شريف د څنګته کولو لپاره د تحريک انصاف کوشش
Feb 23, 2020 10:36د پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ وزير وويل، که په پارلېمان کښې د حکومت د مخالف ګوند مشر هېواد ته د ستنېدو لپاره ټاکلے وخت اعلان نه کړي نو پکار دے څنګته کړې شي.