په ايران کښې د زلزلې له کبله په لسګونو کسان ژوبل شول
Feb 23, 2020 13:59 Asia/Kabul
د ايران په آذربائيجان کښې زلزلې لسګونه کسان ژوبل کړي او پينځويشت کلي يې ويجاړ کړي دي.
د ايران د اېمرجنسي ادارې وياند د لويديځ آذربائيجان ړ خويي ښار په قطور سيمه کښې نن سهار د پينځه اشاريه اوه ريشټره زلزلې له امله د ۳۶ تنو د ژوبلېدو خبر ورکړ.
مجتبی خالدي وويل د وروستيو جاجونو له مخې د دغې زلزلې له امله پينځويشت کلي له شلو نه تر نوي فيصده پورې ويجاړ شوي دي.
ټیګونه