-
د اسرائیلو جنایتکار رژیم له لوږې د وسلې په توګه استفاده کوي
Apr 27, 2025 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د قحطۍ او نیستۍ پړاو ته د غزې تړانګې ورننوتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه له لوږې د فلسطینیانو د نسل کشۍ د وسلې په توګه کار اخلي.
-
د ګوګل شرکت کارکونکو په اسرائیلو د مصنوعي هوش ټیکنالوژۍ د خرڅولو مخالفت وکړ
Apr 27, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بریتانیا کښې د امریکا د ګوګل اینټرنیټ شرکت کابو درې سوه کارکونکي له صهیونیسټ رژیم سره په اړونده امنیتي شرکتونو باندې د مصنوعي هوش د خرڅولو لپاره د دغه شرکت د فیصلې پرضد د منظم اعتراض کولو کوشش کوي.
-
ایران د خپل هېواد د وسله والو ځواکونو پر وړاندې د پاراګوایه غیرقانوني اقدام وغانده
Apr 26, 2025 02:49پارس ټوډې - د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا لپاره عمومي رئیس عیسی کاملي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پر وړاندې د پاراګوایه حکومت له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغانده.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
Apr 26, 2025 02:35پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
-
د فلسطین د کډوالو په تمبووانو بریدونه جنګي جنایت دی
Apr 25, 2025 08:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په غزې او دغه راز په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو او د تیریګرو اقداماتو دوام په کلکه وغاند.
-
سوریې کښې د ایران د رول په هکله د امریکا او د اسرائیلو تورونه بې اساسه دي
Apr 22, 2025 07:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د سوریې په هکله د امنیت شورا د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې د نهمې نیټې په بیړنۍ غونډې کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د استازیو چټي تورونه رد کړل.
-
د اسرائیلو د نیواکګر رژيم پوځ د ځواکونو له کمښت سره مخ دی
Apr 21, 2025 02:05ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم «کان» ټیلي ويژن په یوه راپور کښې وویل د اسرائیلو رژیم پوځ د ځواکونو له کمښت سره مخامخ دی.
-
د سوریې خاورې ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم نوی کاروان ننوت
Apr 21, 2025 01:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو خپل هیواد ته د صهیونیسټ رژیم د یوه پوځي کاروان د ورننوتلو خبر ورکړ. د سوریې رسنیو وویل چې د صهیونیسټ رژیم نوي پوځي کاروان تر نیواکي جولان پورې د قنیطره ولایت د تل احمر غربي ترمینځ سیمو پورې ورننوت.
-
د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ په اړه چوپتیا اندیښمنونکي ده
Apr 16, 2025 01:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې تړانګې د هراړخیزه کلابندۍ د دوام په هکله خبرداري سره دغه حالت د پلان شوي نسل کشۍ د پلان یوه برخه وبلله کومه چې د نړیوالې ټولنې له اندیښمنونکي چوپتیا سره یوځاې ده.
-
اسرائیلو د لبنان د حزب الله د یوه قومندان د شهیدولو ادعا وکړه
Apr 16, 2025 00:55ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم پوځ ادعا وکړه چې د لبنان په جنوب کښې یې په عیترون سیمې باندې د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې د اسلامي مقاومت حزب الله غورځنګ د ځانګړیو عملیاتو د یونټ قومندان شهید کړی.