د اسرائیلو جنایتکار رژیم له لوږې د وسلې په توګه استفاده کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د قحطۍ او نیستۍ پړاو ته د غزې تړانګې ورننوتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه له لوږې د فلسطینیانو د نسل کشۍ د وسلې په توګه کار اخلي.
حماس غورځنګ ټینګار وکړ د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خوراکي زیرمو د ختمیدا په هکله د ملګروملتونو د خواړو د نړیوال پروګرام ډبلیو ایف او اعلان په غزې تړانګه کښې د انساني غمیزې د خطرناکې سویې او د حقیقي قحطۍ مرحلې ته د دغه سیمې د وسیدونکو د ورننوتلو ښودنه کوي.
په همدې ارتباط د حماس غورځنګ یوه مشر فوزې برهوم وویل صهیونیسټ نازي رژيم په غزې تړانګه کښې د ژوند ټولې نښې نښانې له مینځه وړي او غزه یې په داسې سیمې بدله کړي ده چې د ژوند کولو جوګه نه ده.
هغه وویل د اردن سیند لویدیځه غاړه هم د نیواکګر رژيم په جنایتونو په امان کښې نه ده او صهیونیسټ رژیم شپه او ورځ د الاقصی جومات په سپکاوي کولو سره د هغه په انګڼونو باندې تیري کوي.
صهیونیسټ رژیم د امریکا او د نورو اروپايي او د ځینو عربو هیوادونو په مرستو سره د فلسطین د خلکو پرضد بریدونو او جنایتونو ته دوام ورکړي او تراسه یې کابو دوه پنځوس زره بې ګناه فلسطینیان په ډیرو ظلمونو سره شهیدان کړي دي.