د سوریې خاورې ته د اسرائیلو د نیواکګر رژیم نوی کاروان ننوت
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې رسنیو خپل هیواد ته د صهیونیسټ رژیم د یوه پوځي کاروان د ورننوتلو خبر ورکړ. د سوریې رسنیو وویل چې د صهیونیسټ رژیم نوي پوځي کاروان تر نیواکي جولان پورې د قنیطره ولایت د تل احمر غربي ترمینځ سیمو پورې ورننوت.
د سوریې ځايي سرچینو د وري د میاشتې په نولسمه نیټه هم راپور ورکړی و چې د اسرائیلو نیواکګرو ځواکونو په څو پوځي ګاډو او بې پایلوټه الوتکو سره د سوریې په جنوب کښې د قنیطره په خوا کښې په تل الصیفیر سیمې یرغل کړی و.
د سوریې په جنوبي سیمو په تیره بیا قنیطره کښې پراخه امنیتي خلا سبب شوي ده چې د صهیونیسټ رژیم پوځیان د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې ډيرې سیمې ونیسي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ دغه راز په تیرو اونیو کښې د سوریې په پیلابیلو سیمو په تیره بیا په پلازمینې دمشق او شاو خوا سیمو باندې پراخې بمباریانې کړي دي.
دغه حملې وروسته له دې وشوې چې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نتانیاهو په جولان سیمه کښې په نولس سوه څلور اویایم میلادي کال کښې د سوریې او د صهیونیسټ رژیم ترمینځ د «انفصال» په نوم د موافقې د ختمیدا خبر اعلان کړ.
په سوریې باندې واکمن حکومت اوس د اسرائیلو د تیریو په هکله هیڅ خبره نه کوي او غلی ناست دی او یوازې تماشه کوي او اسرائیل په زړه خلاصه د سوریې په بیخ بنایانو او مهمو مرکزونو باندې بریدونه کوي او هلته بې ګناه خلک هم وژني.