-
خبرونه | ایراني محصلین چمتو دي چې عرب ځوانانو سره د اسرائیلو پر ضد په مبارز کې مرسته وکړي؛ ټرمپ: اروپایان یوازې خبرې کوي
Sep 15, 2025 09:35پارس ټوډی - د ایران د پوهنتونونو څخه ګڼو زده یالانو په یوه لیک کې د عربي هېوادونو ځوانانو ته خپل چمتووالی څرګند کړی چې د انجینري او ساینسي موندنې ورسره شریکې کړي ترڅو د اسرائیلي رژیم پر ضد په مبارز کې مرسته وکړي.
-
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مونږ ازمويي
Sep 15, 2025 08:41ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د بهرنیو چارو وزیر «یوهان واډفول» په یو لړ څرګندونو کښې په دې خبرې سره چې د ناټو غړي هیوادونه به له دې څخه زیات د روسیې پوځي دباو ونه زغمي وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د برلین د ازمویلو په حال کښې دی.
-
نوروزي: د خپلواکو رسنيو د حق غوښتنې غږ د توغنديو په واسطه نه مړ کېږي
Sep 15, 2025 01:44پارس ټوډې - د ايران د ملي رسنۍ د بهرنۍ څانګې مرستيال په غزه کې د فلسطيني خبريالانو د وژنې او په تهران کې د صدا او سيما پر مرکزي ودانۍ د بريد په وړاندې د چوپتيا په اړه وويل: د رسنيو د خونديتوب او دفاع لپاره د حقوقي کاري ډلې جوړول اړين دي.️
-
د دوه ګونو معیارونو او کلتورونو د ګواښولو په اړه د پوتین نیوکه
Sep 13, 2025 09:39پارس ټوډی - د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ماښام د نړیوال کلتوري فورم په عمومي غونډه کې وویل: په نړۍ کې د دوهګونو معیارونو او د خپلواکو هېوادونو د کلتورونو د ګواښولو هڅې باید پای ته ورسېږي.
-
صالحي: د ایران او روسیې اړیکې د څو اړخیزه نړۍ د رامنځته کولو بنسټ دی
Sep 13, 2025 09:30پارستودي - د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحي وایي: د ایران او روسیې او نورو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ورته لیدلوري سره کولی شي د ریښتینې څو اړخیزې نړۍ بنسټ کېږدي؛ هغه نړۍ چې یوازې پر سیاست او اقتصاد نه، بلکې پر کلتور، ارزښتونو او د ملتونو پر ګډ میراث ولاړه ده.
-
خبرونه | د اسرائیلو د اردو پخواني مشر د نتانیاهو کابینې ته: دا حماقت ودروئ! / ایران د نانوکاتالیستونو په صادراتو کې وځلېد
Sep 13, 2025 09:21پارستودي - د اسرائیلو د اردو پخواني مشر ګادي آیزنکوت د بنیامین نتانیاهو کابینې پرېکړه چې د غزې ښار به اشغال کړي، «یو داسې حماقت» وباله چې «اسرائیلو ته به یې بیه درنه وي» او د دې رژیم چارواکو ته یې وویل: دا حماقت ودروئ.
-
ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ
Sep 13, 2025 09:00پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.
-
اروپايي ټولنې پر روسیې بندیزونه تمدید کړل
Sep 13, 2025 08:25پارس ټوډې - د اروپای ټولنې شورا د روسیې پر ضد تحریمونه د شپږو نورو میاشتو لپاره تمدید کړل.
-
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر: د قطر پر ضد د صهیونیستي رژیم برید د نړیوالو قوانینو صریح سرغړونه ده.
Sep 11, 2025 11:37پارس ټوډی- د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اسرائیل له خوا د قطر پر پلازمېنې دوحې برید په کلکه وغند او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول کړنې د منځني ختیځ بې ثباتي زیاتوي.
-
د ایران کلتوري اوونۍ به په روسيه کې ترسره شي
Sep 11, 2025 11:34پارس ټوډی - د ایران د کلتور او ارشاد وزیر سید عباس صالحي او د روسيې د کلتور وزیرې اولګا لوبیمووا، د سنپترزبورګ په ښار کې سره ولیدل او د ۲۰۲۶ کال لپاره یې په روسيه کې د ایران د کلتوري اوونیزې د ترسره کولو په اړه هوکړه وکړه.