ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i164524-ناټو_د_اروپا_په_ختیځ_کې_یو_نوی_پوځي_مرکز_جوړ_کړ
پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.
(last modified 2025-09-13T09:42:58+00:00 )
Sep 13, 2025 12:30 Asia/Kabul
  • ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ

پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.

د شمالي ټلانټیک تړون سازمان (ناټو) سر منشي«مارک روته»  د جمعې په ورځ په بروکسل کې وویل: د روسیې بې احتیاطي په هوا کې د ختیځ په اوږدو کې په ډېره کچه د زیاتېدو په حال کې ده.

روته د دې بیان سره چې د ناټو اصلي دنده د یرغل مخنیوی او د ټولو غړو لپاره د ګواښونو په وړاندې دفاع  ده، اعلان وکړ چې ناټو ختیځ قومانداني مرکز پیل کړی ترڅو خپل موقف په خپل ختیځ جناح کې نور هم پیاوړی کړي.

د اروپا متحدو ځواکونو لوړ پوړي قوماندان «الکسوس گرینکویچ» هم وویل: د اروپا په ختیځ کې د نوي قوماندانی مرکز جوړول به چټک وي.

پولنډ مخکې اعلان کړی وو چې دا هېواد او د ناټو متحدین یې، د روسیې ډرونونه چې پر اوکراین د یرغل پرمهال د پولنډ هوايي حدود نقض کړي وو، نسکور کړي دي. د روسیې دفاع وزارت چارشنبه اعلان وکړ چې د هغوی ځواکونه پر اوکراین د برید په حال کې وو او په پولنډ په هېڅ ځای کې د کومې موخې پر وړاندې د برید په حال کې نه وو.