-
روسیې د اوکراین په کامل ډول نه نیولو سره ستر امتیاز ورکړی
Apr 25, 2025 09:11ایرنا خبري اژانس نن د« یورو نیوز» ټيلي ويژن په قول راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یو لړ څرګندونو کښې په جنګ کښې د اوکراین په نسبت د روسیې برتره قدرت ته په اشارې سره ټینګار وکړ
-
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خپل هیواد په هکله د روسیې وروستي اقدامات وستایل
Apr 25, 2025 03:59د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» سره په کتنه کې د افغانستان په اړه د مسکو وروستي اقدامات ستايلي او دا يې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو لور ته یو مهم ګام بللی.
-
د ایران او روسيې ترمنځ د کلتوري همکاريو د پراختیا په اړه خبرې اترې وشوې.
Apr 24, 2025 11:28پارس ټودي – په روسیې کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر کاظم جلالي او د روسیې د کلتور وزیرې اولګا لوبیمووا ترمنځ د کلتوري همکاريو پراختیا په موخه لیدنه شوې.
-
ټرمپ: زلنسکي د سولې مخه نیسي
Apr 24, 2025 02:54ټرمپ ادعا کړی ده چی د جګړې د ختمېدو یو تړون ډېر نږدې شوی و، خو د زلنسکي لخوا د امریکا د شرطونو ردول به دا شخړه نوره هم اوږده کړي.
-
عراقچي: چین او روسیې ته د تهران-واشنګټن د خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل شول
Apr 24, 2025 02:44د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ: چین او روسیې ته د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه خبر ورکړی دی.
-
اوکراین له روسیې سره له اوربند وروسته نیغ په نیغه خبرې کوي
Apr 23, 2025 01:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون وویل کي یف یوازې د اوربند له ټینګیدا وروسته له روسیې سره نیغ په نیغه خبرو ته چمتووالی لري.
-
د روسیې ولسمشر په لومړیو کرښو کښې د جنګ د بندولو وړاندیز وکړ
Apr 23, 2025 01:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې راپور ورکړ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین په هکله د سولې موافقې ته د رسیدا لپاره د هڅې په لړ کښې وړاندیز وکړ چې په اوسنیو لومړیو کرښو کښې دې جنګ بند شي.
-
د ایران او د امریکا په اټومي خبرو کښې د روسیې رول مهم دی
Apr 22, 2025 13:41ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل روسیه د ایران په اټومي دوسیې باندې غور کولو کښې رغنده رول لري.
-
د امریکا ولسمشر د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې په هکله هیله وکړه
Apr 21, 2025 01:08ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي د رویټرز خبري اژانس په قول وویل د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په روانه اونۍ کښې د روسیې او د اوکراین ترمینځ د سولې د موافقې د لاسلیک کیدا د احتمال په هکله هیله څرګنده کړه.
-
پوتین د ايسټر پر مهال له اوکرايين سره د اوربند اعلان کړی
Apr 20, 2025 02:49زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې په اوکرایین کې "ټول پوځي فعالیتونه ودروي" او په وينا يې دا ۳۰ ساعته د "ایسټر اوربند" به د یکشنبې تر پایه دوام وکړي.