-
په ننګرهار حوزوي روغتون کې یو روغتیا پال تر زرو زیات دملا او مرۍ عملیات ترسره کړي دي
Jul 09, 2026 05:53د ننګرهار په حوزي روغتون کې د عصبي جراحي ناروغیو متخصص ډاکتر حامد شیر ،چې په همدغه روغتون کې د ځوانو ډاکترانو روزونکی هم دی وائي، په تیریوه کال کې ئې دخپل ټیم په ملتیا دملا او مرۍ خواوشاه یو زرو دوه سوه لوې او واړه عملیات یا آپریشنونه ترسره کړي دي.
-
د طالبانو وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره د روغتیايي پروګرامونو پر پیاوړتیا غږېدلی
Jun 05, 2026 16:09د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې د پولیو لابراتوار پر فعالیت، د روغتیا په برخه کې د نویو کړنو پر څرنګوالي او د ځینو روغتیایي پروګرامونو ښه پلي کېدو په موخه پر همغږۍ خبرې کړې دي.
-
په ایران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان تر ټولو ستر روغتون پرانیستل شو
Jun 03, 2026 06:35پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه د ډېرو ناروغانو د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.
-
د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ او په افغانستان کې راډیويي خپرونې
Feb 13, 2026 10:56نن د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ده؛ په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۹ لمریز کال د وخت د پاچا غازي امان الله خان په دوره کې خپرونې پیل کړې، چې هغه مهال د «کابل راډیو» په نوم یادېده.
-
یوناما یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو د بندیز لرې کولو غوښتنه کړې
Feb 12, 2026 03:59په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر زدهکړو محدودیت لرې کړي.
-
له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ماشومانو ته د واکسین پر تطبیق ټینګار کړی
Feb 10, 2026 08:32له پولیو خلاص افغانستان بنسټ ویلي چې، له ۵ کلونو کمعمره ماشومان چې د بدن د معافیت کچه یې ټیټه وي، د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.
-
په افغانستان کې نږدې ۵ میلیونه کسان په تنفسي ناروغۍ اخته شوي
Feb 06, 2026 02:23په افغانستان کې د تنفسي ناروغانو شمېر زیات شوی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دې ناروغانو شمېرې د تېرو درېو میاشتو په ترڅ کې نژدې پنځه میلیونه یادوي.
-
د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
Feb 02, 2026 10:29د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
-
د روغتیا نړیوال سازمان: په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې ۷۰ بستریز روغتون پرانیستل شو
Jan 30, 2026 11:05د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په کابل کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د ۷۰ بستریز روغتون د پرانېستلو خبر ورکړی چې په خبره یې، په دغه مرکز کې کیموتراپي، جراحي، لابراتواري او رادیولوژیکي خدمات ټول تر یوه چت لاندې وړاندې کېږي.
-
دامهال افغانستان کې له ۶۰۰ قلمه زیات درمل تولیدېږي
Jan 27, 2026 02:56د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دامهال په دې هېواد کې د درملو د تولید ۱۳۰ کارخونې فعالې دي.