-
صهیونیستي رژیم په راما... کې د عربو خارجه وزیرانو په غونډې کې خنډونه رامینځته کړل
May 31, 2025 09:10د صهیونیستي رژیم چارواکو وئيلي دي، د فلسطین د خپلواکې ادارې یا کورواکه تشکیلاتو سره به د عربي هېوادونو او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ډلې د کوربهتوب لپاره، چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په مشرۍ وي، ملګرتیا ونه کړي.
-
له اسرائیلیانو سره د جولاني نیغ په نیغه مذاکرات په رسمي توګه تایید شول
May 28, 2025 02:37په سوریې باندې واکمنې ډلې له اسرائیلو سره نیغ په نیغه خبرې اترې کړې دي او د سوریې د خاورې په هغو سیمو کښې یې ورسره ملاقات کړی چې د اسرائیلو په ولک کښې دي.
-
په بحران پسې بحران؛ په صهیونیسټي رژیم د بودجې د خسارې دباؤنه نورهم زیاتیږي
May 26, 2025 10:00پارستوډي- صهیونیستي رسنیو وئيلي دي، په غزې کې د جګړې بیا پیل د اسرائیلي رژیم د بودجې د ډيرې خسارې لامل شوی دی.
-
په سوریه کې د علوي ښځو سیستماتیکه تښتونه؛ د الجولاني د حکومت تر بیرغ لاندې د داعش د جنایتونو بیا تولید
May 13, 2025 08:22پارس ټوډې - له هغه وخت راهیسې چې د الجولاني په مشرۍ هیات تحریر الشام ډلې د تېر دسمبر په میاشت کې د سوریې کنټرول په لاس کې واخیست، له دې رژیم سره تړلو وسله والو ډلو لخوا د لسګونو ځوانو مېرمنو، په ځانګړي ډول له علوي ټولنې څخه، د تښتولو په اړه وحشتناک راپورونه خپاره شوي دي.
-
د سوریې د موقته حکومت مشر له اسرائیلو سره خبرې تائید کړې
May 08, 2025 07:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د موقته حکومت مشر احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی د مینځګړو له لارې له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو د ترسره کیدا خبر ورکړ او هدف یې د دواړو لورو له کنټرول څخه د حالاتو د وتلو مخنیوی وباله.
-
د اسرائیلو رژیم هدف د سوریې ویشل او هلته د فتنې رامینځته کول دي
May 04, 2025 01:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان حزب الله غورځنګ په یوې بیانیې کښې په سوریې باندې د صهیونیسټ رژیم د نویو تیریو د غندلو په ترڅ کښې د دغو تیریو هدف د سوریې ویشل او هلته د فتنې رامینځته کول وبلل.
-
اسرائیلو په دولسو جنګي الوتکو سره د سوریې دفاعي مرکزونه تباه کړي
May 04, 2025 00:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ ویاند « اوی دورین»وویل دغه رژیم له دولسو جنګي الوتکو په کار اخیستلو سره په ټوله سوریه کښې د دغه هیواد په لسګونو پوځي او بیخ بنایي تاسیساتو بمبارې کړي دي.
-
د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو په سوریې بیا بریدونه وکړل
May 03, 2025 02:08زمونږ خبریال راپور راکړی خبري سرچینو وویل چې د اسرائیلو نیواکګر رژیم جنګي الوتکو د سوریې په حماه ولایت کښې د شطحه کلي په خوا وشا سیمو باندې بمبارې وکړې.
-
د امریکا ونیسن بیړئ بیا د یمن د ډرونز په شیشت کې راغلې
May 01, 2025 01:41د یمن پوځ ویندوي ووئيل، ددغه هیواد هوايي ځواک ډرونز یونټ د امریکا پر یواساس وینسن جنګي بېړۍ او د هغې ملګري جنګي کشتئ په عرب سمندر کې د بېپیلوټه الوتکو په کارولو سره د یمن والو په شیشت کې ورغلې.
-
د فرانسې پارلمان د یوه وژل شوي مسلمان لمونځکوونکي په درناوي یوه دقیقه چوپتیا وکړه
May 01, 2025 01:32دا مراسم د فرانسې ملي پارلمان مشرې یائل براون-پیوه لخوا اعلان شوي وو، چې دا وژنه یې یوه ترهګریزه او بزدلانه پېښه بللې وه، چې ټول ملت یې حیران کړی.