-
عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې پوره لاس لري
Jun 13, 2017 02:59د سوریې د خارجه وزیر مرستیال په خپل هیواد کښې د ترکیې په رول باندې په نیوکې سره عربستان په سوریه کښې په روانه ترهګرۍ کښې د ترټولو زیات دخالت کونکي هیواد په توګه یاد کړ.
-
دسورئې په ختیځ کې نور څه دپاسه شپیته داعشیان هلاک شول
Jun 12, 2017 13:38سانا خبری آژانس راپور ورکړ دسورئې پوځی ځواک او ولسی مبارز ځواک ددیرالزور هوائی ډګر په شاوخوا کې او له لواءالتامین سیمې سره نزدې په پاکونکو عملیاتو کې د داعشیانو دوه ټانکونه او شپږ په سترو وسلو سنبال ګاډی هم تباه کړی اودهغوی څه دپاسه شپیته ترهه ګر ئې هم هلاک کړی دی .
-
د سوریې د سولې مذاکرات د جون په شلمه ترسره کیږي
Jun 12, 2017 01:07د مینځني ختیځ په چارو کې د روسیې استازي په استانې کې د سوریې د سولې دمذاکراتو د نوي پړاو لپاره ټاکلی وخت د روان کال د جون شلمه اعلان کړه .
-
دسوریې پوځ دداعش تدارکاتی لارې غوڅې کړی .
Jun 11, 2017 01:45ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې دپوځ قوماندنۍ پرون وویل وسله والو ځواکونو په بادیه سیمه کښې د پوځی عملیاتو لومړنی (۱)پړاو ترسره کړ او وتوانیدل دالتنف سیمې له شمال ختیځ څخه دعراق سرحدونو ته ورسیږی او د تدمر ښار دجنوب او ختیځ دعملیاتو له وخت راهسې په بادیه کښې تر شل زره(۲۰۰۰۰) کلومیټره مربع ځمکې کښې په مختلفو ستراتژیکو اډو او سیمو کنټرول ترلاسه کړی .
-
امریکا باید دسوریې په پوځیانوحملې بندې کړی .
Jun 11, 2017 01:07ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې دباندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دامریکا له بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سره په ټیلی فونی خبرو کښې دامریکا دائتلاف دجنګی الوتکو لخوا دسوریې دپوځ په مرکزونو دبمباریو دختمیدا غوښتنه وکړه .
-
امریکا اوس هم له داعش ډلې سره مرستې کوی .
Jun 10, 2017 00:33زمونږخبریال وایی د روسیې دفاع وزارت وویل امریکا او نړیوال ائتلاف هماغه راز دسوریې په تدمر او دیرالزور سیمو کښې له داعش ډلې سره مرستې کوی او دغه ډله پیاوړی کوی .
-
د داعش ضده امریکايي ائتلاف د لاس پوڅو کړنلارې ته د سوریې غبرګون
Jun 08, 2017 10:18د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د خلکو او پوځیانو په هدف ګرځولو کښې د امریکې په مشرۍ له داعش سره د تشې نامې مبارزې ائتلاف د اقداماتو دوام ته په غبرګون کښې وویل چې د هغوي بریدونو د داعش ترهګرې ډلې له پیاوړتیا پرته هیڅ نتیجه نه ده لرلې.
-
ایران روسیه اوترکیه په سورئې کې د اوور د لمبو غلی کول غواړی
Jun 07, 2017 02:18په سورئې کې د دتاؤتریخوالی دکمولو په موخې سره دایران ،روسیې اوترکیې تفاهم نامې په دغه هیواد کې تر ډیره حده آرامښت ټینګ کړی دی .
-
په سورئې کې د ایران اوروسیې ملګرتیاؤ سیاسی معادلات بدل کړل
Jun 06, 2017 11:43دایران داملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی د اووّرایشیا د ایران د مطالعاتو موسسې له مسئولانو سره په خبرو کې چې نن خپرې شوی ، د تهران ماسکو د سټراټژیکو ملګرتیاؤ په باب وویل ، د ایران او روسیې ملګرتیاوې په سیمې کې له ترهه ګرۍ سره دمقابلې په خاطر دګډې سټراټژۍ دملګرتیاؤ په چوکاټ کې ترسره کیږی او لوری په دې زمینې کې یو شان ګټې لری .
-
ایران به د سوریې له خلکو او حکومت څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
Jun 05, 2017 10:04په دمشق کښې د ایران سفیر له سوریې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په جاري ساتلو ټینګار وکړ.