-
دمشق خپل وطن ته د سوري ګډوالو په ستنیدو ټینګار وکړ
Jul 04, 2018 03:03د سوریې د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد له هغو خلکو وطن ته د ورستنیدو غوښتنه وکړه چې د جنګ او ترهګرو حملو په وجه د سوریې پریښودو ته اړ شوي وو.
-
روحاني: برجام د ايران،. اروپائي اتحاديې او نړۍ لپاره يوه ډېره مهمه موافقه ده
Jul 04, 2018 12:21د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر نن په ويانا کښې د آ سټريا له ولسمشر الېګزېنډر فېن ډربلېن سره په کتنه کښې برجام د ايران، اروپائي اتحاديې او نړۍ لپاره يوه مهمه موافقه وبلله او وې ويل: له برجامه د امريکې د وتلو اقدام به د قانون، د امنيت د شورا د مصوبو او څو د اړخيزو ژمنو په خلاف او د امريکې او نورو په زيان وي.
-
د سوریې پوځ (دیر الزور) صحرا په بشپړه توګه آزاده کړه
Jun 27, 2018 15:54د سوریې د پوځ لوې قومندانۍ وویل چې د دغه هیواد پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ سره (دیر الزور) صحرا د داعشي ترهګرو له نیواکه په بشپړه توګه آزاده کړه او د ۵ زره ۸۰۰ مربع کیلومیټرو په پراختیا سیمه یې پاکه کړه.
-
د عراق الحشد الشعبي د امريکې حکومت ته خبردارے ورکړ
Jun 18, 2018 15:46د عراق د ولسي ځواکونو غورځنګ الحشدالشعبي د عراق او سوريې په پوله کښې د دغه ځواک په مرکز د امريکائي جنګي الوتکې له حملې وروسته د دغه اقدام د عواقبو په اړه واشنګټن ته خبردارے ورکړ.
-
د حضرت بي بي زینب په حرم کښې د کوچني اختر لمونځ وشه
Jun 15, 2018 15:53پس له اووه کلنۍ ناامنۍ نن په دمشق کښې د حضرت زینب سلام الله علیها په سپيڅلي حرم کښې د کوچني اختر لمونځ ترسره شو.
-
د سوریې په ختیځ کښې ایټالیايي پوځیان دیره شول
Jun 13, 2018 03:09د ترکیې اناتولي خبري آژانس بیګا خبر ورکړ چې د ایټالیا یوشمیر پوځیان د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو د ملاتړ لپاره د سوریې د ختیځ په دیرالزور ولایت کښې دیره شوي دي.
-
امنیت شورا دې په سوریې کښې د امریکې د جنایتونو مخه ونیسي
Jun 13, 2018 03:04سوریې د امریکايي ائتلاف د جنایتونو د بندلولو لپاره د امنیت شورا د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.
-
امریکا د سوریې په ملکي وګړو همهغه شان بریدونه کوي
Jun 06, 2018 03:12د سوریې خارجه وزارت پرون د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې ویلي چې د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف د سوریې د ملکي خلکو خلاف خپلو حملو ته دوام ورکوي.
-
په مينځني ختيځ کښې د صهيونېسټ رژيم په جنګ جوړونې د اردوغان نيوکه
May 13, 2018 15:07د ترکيې ولسمشر صهيونېسټ رژيم په مينځني ختيځ سيمه کښې د جنګ په اور لګونې او وحشت خپرونې تورن کړ.
-
د صهيونېسټ رژيم د تيري ګرو حملو په ردعمل کښې د سوريې د افوځ بيانيه
May 10, 2018 14:35د سوريې فوځ د دغه هېواد په خاوره د صهيونېسټ رژيم د تيريګرو حملو په ردعمل کښې وويل،د سوريې د هوائي فوځ هوائي دفاعي سېسټموو په زياتې تيارۍ سره وکړې شول د اسرائيلو زياتره توغندي راوغورزوي.