د سوریې په ختیځ کښې ایټالیايي پوځیان دیره شول
Jun 13, 2018 03:09 Asia/Kabul
د ترکیې اناتولي خبري آژانس بیګا خبر ورکړ چې د ایټالیا یوشمیر پوځیان د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو د ملاتړ لپاره د سوریې د ختیځ په دیرالزور ولایت کښې دیره شوي دي.
دغه خبري آژانس په دې خبرې سره چې ایټالیايي پوځیان تیره اونۍ د عراق له خاورې څخه سوریې ته تللي دي، څرګنده کړه: ایټالیايي پوځیان به په دیرالزور ولایت کښې د العمر په تیلي میدان کښې چې امریکایي ځواکونه ترې د پوځي اډې په توګه کار اخلي، دیره شي.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد دوه اونۍ مخکښې روسیا الیوم خبري چینل ته په ځانګړې مرکه کښې د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ کښې د سوریې د ډیموکراټیک ځواکونو ترنیواک لاندې سیمو په هکله وویل: د کرد ډیموکراټیک په نامه وسله وال ځواکونه په سوریې کښې پاتې یوازنۍ ستونزه ده.
ټیګونه