امریکا د سوریې په ملکي وګړو همهغه شان بریدونه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i72766-امریکا_د_سوریې_په_ملکي_وګړو_همهغه_شان_بریدونه_کوي
د سوریې خارجه وزارت پرون د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې ویلي چې د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف د سوریې د ملکي خلکو خلاف خپلو حملو ته دوام ورکوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 06, 2018 03:12 Asia/Kabul
  • امریکا د سوریې په ملکي وګړو همهغه شان بریدونه کوي

د سوریې خارجه وزارت پرون د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یو لیک کښې ویلي چې د امریکې په مشرۍ تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف د سوریې د ملکي خلکو خلاف خپلو حملو ته دوام ورکوي.

د ایرنا د خبر له مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دغه لیک کښې څرګنده کړې چې امریکايي ائتلاف په دې وروستیو ورځو کښې د سوریې په حسکه، الرقه او دیرالزور ولایتونو کښې استوګنې سیمې بمباري کړې.

د سوریې خارجه وزارت ویلي چې په دغو حملو کښې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او د دغو ولایتونو بنسټیز جوړښتونه او د خلکو کورونه وران شوي دي.

د سوریې خارجه وزارت په دې خبرې سره چې امریکا په حسکه، الرقه او دیرالزور ولایتونو کښې له ترهګرو سره ملګرتیا کوي، ټینګار وکړ: واشنګټن د غیرملکي خلکو په وژلو او له داعش ترهګرې ډلې سره په ملګرتیا سره هڅه کوي چې په سوریه کښې کړکیچ دوام ولري.

د سوریې خارجه وزارت څرګنده کړه چې د دغه هیواد پوځ به په یادو سیمو کښې د ترهګرۍ د مونډ ایستلو لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي.

امریکې په دې وروستیو کلونو کښې له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په عراق او سوریه کښې په ځلونو ملکي وګړي په نښه کړي دي.