د سوریې پوځ (دیر الزور) صحرا په بشپړه توګه آزاده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74117-د_سوریې_پوځ_(دیر_الزور)_صحرا_په_بشپړه_توګه_آزاده_کړه
د سوریې د پوځ لوې قومندانۍ وویل چې د دغه هیواد پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ سره (دیر الزور) صحرا د داعشي ترهګرو له نیواکه په بشپړه توګه آزاده کړه او د ۵ زره ۸۰۰ مربع کیلومیټرو په پراختیا سیمه یې پاکه کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2018 15:54 Asia/Kabul
  • د سوریې پوځ (دیر الزور) صحرا په بشپړه توګه آزاده کړه

د سوریې د پوځ لوې قومندانۍ وویل چې د دغه هیواد پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ سره (دیر الزور) صحرا د داعشي ترهګرو له نیواکه په بشپړه توګه آزاده کړه او د ۵ زره ۸۰۰ مربع کیلومیټرو په پراختیا سیمه یې پاکه کړه.

الاخباریه چینل نن خبر ورکړی چې د سورې د پوځ لوې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د حمص ولایت تر اداري پولو پورې د داعش اډې او پټنځي له مینځه تللي او پاتې تکفیري ترهګر هم تښتیدلي دي.

په یاده خبرپاڼه کښې راغلي دي: د سوريې د دې دومره پراخې صحرا پاکول او د عراق تر پولو رسیدل او په دې سیمه کښې د ترهګر نیټ ورک دړي وړي کول د سوري جنګیالیو په لوړې وړتیا د تایید ټاپه او په هیواد کښې د ترهګرو د تعقیب د دوام لپاره د وسله والو ځواکونو او پوځ د ټینګار نښه ده.

د سوریې پوځ همداشان د جبهة النصره ډلې د ترهګرو هغه عملیات هم شنډ کړل چې د سویل په درعا ښار کښې یې د پوځ په سنګرونو باندې د بم ایښودل شویو ګاډو د حملې نیت درلود.

د سوریې پوځ له پرون څخه د ترهګرو له نیواکه د درعا ښار د آزادولو عملیات پيل کړي دي.