-
د ایران وسله وال ځواکونه په کلک هوډ سره د دښمن په مقابل کې ولاړ دي
Nov 29, 2024 03:07د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري د پنجشنبې په ورځ په یولړ مراسمو کې زیاته کړه چې په هغه خاوره کې چې باثباته دفاع او امنیت نه وي، هېڅ ډول مذهبي، کلتوري، سیاسي او ټولنیز فعالیت او کړنې پکې ممکنې نه دي او نن سبا د اسلامي ایران د پولیسو قومانداني د نورو وسله وال ځواکونو په هڅو سره، د دې مهمې دندې مسولیت په غاړه لري.
-
د ایران په سویل ختیځ کې دوه امنیتي ساتونکي په شهادت رسېدلي
Nov 18, 2024 11:47د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارگاه عامه اړیکو، د ایران په سویل ختیځ کې په سراوان ښار کې د دوو امنیتي ساتونکو د شهادت خبر ورکړ.
-
د لبنان د حکومت او مقاومت له پرېکړو ملاتړ کوو
Nov 16, 2024 02:37د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار ویلي: هره پریکړه چې د لبنان حکومت او مقاومت یې وکړي، د هغه ملاتړ کوو.
-
صهیونیسټي رژیم د بشپړې ماتې په درشل کې دی
Nov 09, 2024 02:57د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د فلسطین او غزې د خلکو مقاومت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د دغه رژیم بالقوه ماتې په اوسنيو حالاتو سره خورا نږدې ده.
-
د ایران او پاکستان دفاعي چارواکو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
Nov 09, 2024 02:38د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ملاتړ او د دفاع د وزیر مرستیال د پاکستان له لوړرتبه دفاعي او پوځي چارواکو سره په کتنه کې، دواړو هېوادونو د دفاع په ډګر کې د ګډو ملګرتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ.
-
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ترهګرو څلور ډلې له منځه یوړل شوې
Nov 02, 2024 01:31د سحاب شبکې د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو ویاند «سردار شفایي» د جمعې په ورځ اعلان وکړ: د ایران په سویلي ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د امنیت شهیدانو د عملیاتي تمریناتو په دوام کې، د څلورو تروریستي ډلو ۸ غړي په نښه او نیول شوي او ۴ تنه نور یې وژل شوي دي.
-
په ایراني پوهې سره د شپې لید انځور اخیستونکي ډرون الوتکو تولید
Nov 01, 2024 11:47د ایران د یوه پوه بنسټه کمپنۍ متخصصین په دې بریالي شول چې په شپه کې انځور اخیستونکي بې پیلوټه الوتکې تولید کړي.
-
اسرائیل ولې له ایران سره د مقابلې توان نه لري؟ څلور لنډ ټکي
Oct 29, 2024 12:13پارس ټوډې - ایران په وروستیو کلونو کې د فلسطین، لبنان، سوریې، یمن او عراق په هېوادونو کې له سیمه ایزو ټولنو سره د شبکې او خلکو په ارتباط د اړیکو په پراخولو سره یو ډول سیمه ایز اتحاد ترلاسه کړی، چې د صهیونیسټانو او لوېدیځو ګواښونو پر وړاندې په متحدانه توګه عمل کوي.
-
د صهیونیسټانو د منځنیو پیړیو اقدامات د دوی له ژوند سره مرسته نه کوي
Oct 25, 2024 03:38د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په یوه پیغام کې ټینګار وکړ: په سیمه کې د امریکا د لیوني سپي د منځنیو پېړیو اقدامات به، د فلسطین په مقدسه خاوره کې د صهیونیسټي نیواکګرو د ذلیلانه ژوند له دوام سره هېڅ مرسته ونه کړي.
-
د یوه شهید د میرمنې لخوا په تالیف شوي کتاب باندې د امام خامنه اي لخوا د عشقي اتشین په نوم تقریظ
Oct 22, 2024 07:47پارس ټوډې – په «پاییز امد» کتاب باندې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د تقریظ د یکشنبې په ورځ په زنجان کښې مخ کتنه وشوه.