ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه
(last modified Wed, 25 Dec 2024 07:13:12 GMT )
Dec 25, 2024 11:43 Asia/Kabul
  • ایران ګام په ګام سیمه له ترهګرو پاکه کړه

د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار علي لاریجاني پرون وویل: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، ډېر بدلونونه وشول، لکه تپل شوې جګړه، د امریکا لخوا د عراق او افغانستان اشغال، د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو ۳۳ ورځنی جنګ، په سوریه کې جګړه، په سیمه کې د داعش حضور او په یمن کې جګړه؛ خو ایران د انقلاب د رهبر په هوښیارانه رهبرۍ او د شهید جنرال قاسم سلیماني په حضور سره، ګام په ګام سیمه د ترهګرو له ناوړه وجوده پاکه کړه.

لاریجاني زیاته کړه: پورتني بدلونونه د دې سبب شول چې د سیمې هېوادونه د ایران له اسلامي انقلاب څخه په الهام اخیستو سره، په سیمه کې د بهرني سلطه ګرو په مقابل کې د مقاومت بهیرونه رامنځته کړي؛ يعنې کله چې بهرنۍ سلطه رامنځته کېږي، حتمي پايله به يې د دوی پر وړاندې د ولسي مقاومت رامنځته کېدل وي؛ مقاومت له هغو کرکو او نفرتونو څخه رامنځته جوړېږي چې صهیونیسټي رژیم هره ورځ د دغو هېوادونو د ځوانانو په زړونو کې کرکه پیدا کوي.

د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار څرګنده کړه، که وغواړو خپل اوسني حالات وڅېړو، بايد د هغه تاريخي دوره درک کړو، تېره يوه نيمه پېړۍ د سیمې په جنګونو او بدلونونو کې د ايران د ماتې او ذلت دوره وه او ایران د دې تاریخي دورې له بدلونونو څخه ډېر زیانمن شو، د دویم پهلوي په دوره کې هم ایران د لوېدیځ تر ملاتړ او تسلط لاندې وو.