-
د ایران او د عراق چارواکو د شهید قاسم سلیماني دوسیه وڅیړله
Jan 10, 2023 12:46زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د قضايي پلاوي مشر مسلم متعب مدب او د ایران د قضايي قوې لومړي مرستیال حجت الاسلام و المسلمین محمد مصدق په یوې کتنې کښې د سردار قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د شهادت په دوسیې غور وکړ.
-
شهید قاسم سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر و
Jan 09, 2023 00:41زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د غږملونکي مرستیال برید جنرال محمد رضا نقدي ټينګار وکړ امریکا قاسم سلیماني شهید کړ په داسې حال کښې چې هغه له ترهګرۍ سره د مبارزې مشر و.
-
د شهید سلیماني د شهادت له آمرانو انتقام محفوظ دی
Jan 08, 2023 04:23له سیمې د امریکې د ترهګرو ځواکونو ایتسل او د شهید سلیماني د شهادت له آمرانو انتقام محفوظ دی
-
سردار سلامي د شهید سلیماني د مقام درنښت وکړ
Jan 08, 2023 01:49د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان تیر ماښام د کرمان ګلزارِ شهدا ته په تګ سره د شهید سردار قاسم سلیماني د لوړ مقام احترام او درنښت وکړ
-
په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت د ځواک ډېرېدل
Jan 07, 2023 11:25د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا سرتېرو قوماندان امیرعلي حاجي زاده ټینګار کړی چې درې کاله وړاندې د شهید سردار سلیماني له ترور څخه د مقاومت ځواک زرګونه چنده ډېر شوی دی. ښاغلي حاجي زاده د سې شبنې په ورځ په یوې مرکې کې وویل چې د قوماندانانو له قاتلانو او د باطل تر له منځه وړلو او له سیمې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو پوري به د غچ اخیستو بیرغ لوړ وي.
-
د قاسم سلیماني ټول ماموریتونه د ستر جنګ لپاره سریزه وه
Jan 07, 2023 01:13ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټول ماموریتونه په فلسطین کښې د ستر جنګ لپاره یوه سریزه وه او دغه ستر شهید د نړۍ پتیالیو او انقلابیانو ته الهام ورکونکی شو.
-
د مقاومت د جبهې جنګیالیو په امریکا ډګر تنګ کړی
Jan 06, 2023 00:19تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان برید جنرال اسماعیل قااني وویل د مقاومت د جبهې جنګیالیو په امریکا ډګر تنګ کړی دی.
-
په ایران کې ددینونو او قومونو ترمنیځ هیڅ محدودیّتونه نشته
Jan 05, 2023 01:34د دینونو اومذهبونو اوقومونو په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر سلاکار روښانه کړه ،د حاج قاسم جامع الشرائط شونه لامل شوې وه چې سوریاوال ،عراقیان،لبنیان او نور ئې له خپلو قومونو وګڼي.
-
د افغانستان سیاسی اوکلتوري شخصیتونه،شهید قاسم سلیماني له سرحدونو ورآخوا نړیوال شخصیّت ګڼي
Jan 05, 2023 03:47د افغانستان یو شمیر استاذانو او کلتوري شخصیّتونو پخپلو څرګندونو کې ووئیل،که د شهید سردار قاسم سلیماني هڅې او مقاومت او مبارزه نه وائ نو پر سورئې او عراق سربیره د افغانستان پشمول په نورو اسلامی هیوادونو به هم داعشیان مسلط شوي وو او د استکبار او استعمار پنجو به په دغو هیوادونو کې ریښې خورې کړې وې.
-
شهید سلیماني وتوانېد د اسلامي امت لپاره ځواک او منزلت ورکړي
Jan 04, 2023 09:41د ایران اسلامي شورا مشر د شهید سلیماني ښوونځي په لومړۍ نړیوالې ناستې کې وویل: شهید سلیماني وتوانېد د اسلامي امت لپاره ځواک او منزلت ورکړي