په ایران کې ددینونو او قومونو ترمنیځ هیڅ محدودیّتونه نشته
د دینونو اومذهبونو اوقومونو په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر سلاکار روښانه کړه ،د حاج قاسم جامع الشرائط شونه لامل شوې وه چې سوریاوال ،عراقیان،لبنیان او نور ئې له خپلو قومونو وګڼي.
د دینونو او مذهبی لږکیو او قومونو په چارو کې د ایران داسلامی جمهوریت سلاکار او د هل سنتو دینی عالم او یو مشر ماموستا عبدالسلام کریمي پرون په ارومیه کې د شهید قاسم سلیماني په مکتب کې ددینونو اوقومونو په دریم کنفرانس کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، د ایران په اسلامی جمهوریت کې د شیعه او سني،ښځې او سړي،مسیحي او زرترشتي او دنورو دینونو او مذهبونو د پیروکارو ترمینځ هیڅ حدود او محدودیّتونه نشته او درست پخپلو کې سره متحد دي او ګډ ژوند کوي.
ماموستا کریمي ددې خبرې په کولو سره چې شهید سردار سلیماني د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د ګویا ژبې علمی ترجمه ده او هغه مذهبونه د یوه لاس پنځه ګوتې بللې چې له یوې ریښې سرچینه اخلی،ووئيل، دمونږ د دین اصول یو دي او درست مسیحیان او زرتشتیان او په هر دین کې چې وي ، دغو اصولو ته پابنده او معتقد دي.
د دینونو اومذهبونو اوقومونو په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر سلاکار روښانه کړه ،د حاج قاسم جامع الشرائط شونه لامل شوې وه چې سوریاوال ،عراقیان،لبنیان او نور ئې له خپلو قومونو وګڼي.
ماموستا کریمي ددې خبرې په کولوسره چې دایران آذربایجان غربی ولایت ددینونو اوقومونو یو رنګین کمان دی ټينګار وکؤ، دایران اقتدار اوقدرت د همدغو ټولو د یوه بل ترڅنګ د ګډ ژوند کولو په سیوري کې دی او هرڅومره چې د یوه بل ترڅنګ ګډ اوښه ژوند ولرو ، دهیواد اقتدار لاپیاوړی کیږ او دښمن ددسیسو په وړاندې به خوندي پاتې شو. په درست ایران کې شیعه اوسني وروڼه د یوه بل ترڅنګ ژوند کوي او پخپل اتحاد اویووالي سره د اسلام د دښمنانو درستې دسیسې او نقشې شنډوي .