د قاسم سلیماني ټول ماموریتونه د ستر جنګ لپاره سریزه وه
(last modified Sat, 07 Jan 2023 00:13:44 GMT )
Jan 07, 2023 04:43 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني ټول ماموریتونه د ستر جنګ لپاره سریزه وه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټول ماموریتونه په فلسطین کښې د ستر جنګ لپاره یوه سریزه وه او دغه ستر شهید د نړۍ پتیالیو او انقلابیانو ته الهام ورکونکی شو.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان شهید قاسم سلیماني جهادي دوسیه له بریاو او بریالیتوبونو ډکه ده وویل شهید سلیماني سیمې ته د بې پایلوټه الوتکو او د توغندیو د جوړولو قدرت ورکړ او د مقاومت چورلیز همدا اوس له بل هر وخت څخه زیات قدرتمن دی او د سردار سلیماني شهادت د مقاومت د چورلیز لپاره نوی تولد رامینځته کړ.

شیخ نبیل قاووق دې ته په اشارې سره چې فلسطین تل د حاج قاسم سلیماڼي په زړه کښې ځاې درلود او د هغه ټول ماموریتونه په فلسطین کښې د ستر جنګ لپاره سریزه وه وویل شهید سلیماني وتوانید د اسلامي امت ټول توان او انرژۍ د فلسطین د مرستې لپاره بسیج کړي.