-
مصر او اسرائیلو په غزې کښې د اوږدې مودې اوربند لپاره موافقې ته ورسیدل
Apr 29, 2025 00:49ایرنا خبري اژانس راپور راکړی لویدیځو سرچینو د فلسطین د غزې تړانګې د حالت په هکله د مصر او د صهونیسټ رژیم د امنیتي چارواکو ترمینځ د قاهرې په خبرو کښې د اوڅاره پرمختګ خبر ورکړ او ویې ویل دواړه لوري په غزې کښې د اوږدې مودې اوربند د ټینګیدا په هکله موافقې ته رسیدلي دي.
-
اسرائیلو ته د عراقچي خبرداری: ایران د هر ډول پوځي تیري ځواب ورکولو ته تیار دی
Apr 28, 2025 09:27د ایران د بهرنیو چارو وزیر په امریکا کښې د صهیونیسټي رژیم انډیوالانو ته په خطاب کښې په څرګند پیغام کښې خبرداری ورکړ.
-
په یوه اونۍ کښې زر فلسطیني ماشومان شهیدان شوي/ غزه د قحطۍ له خطر سره مخ ده
Apr 28, 2025 11:32د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (UNRWA) په غزه کې د خوراکي توکو د کمښت له امله، د سیمې پر وړاندې د صهیونیسټ رژیم د تیري د نوي پړاو له پیل څخه یوه اونۍ وروسته د زرګونو فلسطیني ماشومانو د شهادت اعلان وکړ.
-
د ایران او امریکې د غیرمستقیمو مذاکراتو څلورم پړاؤ راتلونکې شنبه ترسره کیږي
Apr 28, 2025 10:42د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل چې د ایران او امریکې د غیرمستقیمو خبرواترو څلورم پړاو به د مسقط د هوکړې مطابق، راتلونکې شنبه (د خالي په ورځ) ترسره شي.
-
د بندیانو کورنیو د جنګ ختمول د اسرائیلو په ګټه وباله
Apr 27, 2025 02:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د بندیانو کورنیو دې ته په اشارې سره چې اویا فیصده صهیونیسټان د جنګ د بندولو غوښتونکي دي ټینګار وکړ چې د جنګ ختمول د اسرائیلو په ګټه دي.
-
د اسرائیلو جنایتکار رژیم له لوږې د وسلې په توګه استفاده کوي
Apr 27, 2025 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د قحطۍ او نیستۍ پړاو ته د غزې تړانګې ورننوتلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر نتانیاهو او د هغه جنایتکاره کابینه له لوږې د فلسطینیانو د نسل کشۍ د وسلې په توګه کار اخلي.
-
د ګوګل شرکت کارکونکو په اسرائیلو د مصنوعي هوش ټیکنالوژۍ د خرڅولو مخالفت وکړ
Apr 27, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بریتانیا کښې د امریکا د ګوګل اینټرنیټ شرکت کابو درې سوه کارکونکي له صهیونیسټ رژیم سره په اړونده امنیتي شرکتونو باندې د مصنوعي هوش د خرڅولو لپاره د دغه شرکت د فیصلې پرضد د منظم اعتراض کولو کوشش کوي.
-
ایران د خپل هېواد د وسله والو ځواکونو پر وړاندې د پاراګوایه غیرقانوني اقدام وغانده
Apr 26, 2025 02:49پارس ټوډې - د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د امریکا لپاره عمومي رئیس عیسی کاملي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران پر وړاندې د پاراګوایه حکومت له سپکاوي ډک اقدام په کلکه وغانده.
-
د غزې د شهیدانو شمېر ۵۱ زره او ۴۳۹ ته لوړ شو
Apr 26, 2025 02:35پارس ټوډې - د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې پر غزې د صهیونیستي رژیم د یرغل له امله د شهیدانو شمېر ۵۱ زره ۴۳۹ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۱۱۷ زره ۴۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
-
د فلسطین د کډوالو په تمبووانو بریدونه جنګي جنایت دی
Apr 25, 2025 08:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» په غزې او دغه راز په لبنان کښې د صهیونیسټ رژیم د ترهګرو او د تیریګرو اقداماتو دوام په کلکه وغاند.