-
د جنوبي افریقا ځینې ښاریز به ونیول شي
Mar 15, 2024 01:54ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو وزیرې «نالدي پانډور» وویل د هیواد هر وګړی چې د غزې تړانګې پرضد جنګ کښې له صهیونیسټ رژيم سره مرسته وکړي جنوبي افریقا ته د ستنیدا په وخت به ونیول شي.
-
د غزې د شهیدانو شمیر د تمدن د ادعا کونکي نړۍ لپاره شرم دی
Mar 15, 2024 01:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر سید عبدالملک بدرالدین الحوثي پرون په یوې وینا کښې وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د شهیدانو او د ژوبلو کسانو شمیر د داسې دنیا لپاره چې د تمدن ادعا کوي شرم ګڼل کیږي.
-
صهیونیسټ دښمن په غزې کښې هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی
Mar 15, 2024 01:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان »د مقاومت ډلو مشرانو او د لبنان ، د فلسطین صبرناکو او مقاومت کونکو ملتونو ته په پیغامونو کښې د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرې د لمانځلو په ترڅ کښې د روژې د مبارکې میاشتې په هکله مبارکۍ ورکړه او زیاته یې کړه صهیونیسټي دښمن د فلسطین په غزې کښې خپلو هیڅ اعلان شویو هدفونو ته ونه رسید.
-
ایران د اسرائیلو په غړیتوب سخته نیوکه وکړه
Mar 15, 2024 00:19ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» وویل د اسرائیلو نسل وژونکی رژیم د ماشومانو او د ښځو له حقوقو سره په اړونده نړیوالو ارګانونو او د بشري حقوقو په هیڅ یوې ټولنه کښې د غړیتوب د لرلو او د پاتې کیدا هیڅ صلاحیت نلري.
-
پاکستان له ایران څخه د پاکستاني اتباعو د امنیت خوندیتوب له امله قدرداني وکړه
Mar 14, 2024 11:14پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د ایران د اسلامي جمهوریت څخه قدرداني وکړه چې د یاد هېواد درې اتباع چې د انساني قاچاقبرانو له لورې تښتول شوي وو، ازاد کړل.
-
د غزې خلک د ویجاړ شویو جوماتونو له امله په عمومي سړکونو لمونځ ادا کوي
Mar 14, 2024 10:31د را پورونو له مخې؛ صهیونیسټي رژیم په تېرو ۱۶۰ ورځو کې په فلسطین کې ۱۲ سوه جوماتونه زیانمن او تر زرو زیات نور یې په بشپړ ډول شهید کړي دي.
-
امریکې او انګلستان د یمن په الحدید نړیوال هوايي ډګر برید وکړ
Mar 14, 2024 04:09د امریکې او انګلستان جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده نړیوال هوايي ډګر درې ځلې بمباري کړ.
-
د افغان نجونو د تعلیمي وضعیت په اړه اندېښنې او د سیمې بېلګې
Mar 13, 2024 12:58ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د ټولنیز، تعلیمي او کاري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) هم په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې نجونې په زده کړو کې شاتګ کړی دی.
-
قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
Mar 13, 2024 11:26پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
-
د حزب ا... توغندیو یو ځل بیا په نیواکي ټاټوبو کې غوغا جوړه کړه
Mar 13, 2024 03:48کابو سل راکټونه پرون سهار د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په لور توغول شوي چې دا د تیر کال داکتوبر له ا ومې نیتې څخه په پیل شوي جنګ کې ترټولو سختې اودرندې حملې وې، چې په نیواکي جولات، الغجر او عین قنیا ښارګوټو او پوځي مرکزونو کې ئې د خطرې ټلۍ وکړنګولې.