صهیونیسټ دښمن په غزې کښې هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i147686-صهیونیسټ_دښمن_په_غزې_کښې_هیڅ_هدف_ته_نه_دی_رسیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان »د مقاومت ډلو مشرانو او د لبنان ، د فلسطین صبرناکو او مقاومت کونکو ملتونو ته په پیغامونو کښې د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرې د لمانځلو په ترڅ کښې د روژې د مبارکې میاشتې په هکله مبارکۍ ورکړه او زیاته یې کړه صهیونیسټي دښمن د فلسطین په غزې کښې خپلو هیڅ اعلان شویو هدفونو ته ونه رسید.
(last modified 2024-03-15T21:24:17+00:00 )
Mar 15, 2024 01:11 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ دښمن په غزې کښې هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان »د مقاومت ډلو مشرانو او د لبنان ، د فلسطین صبرناکو او مقاومت کونکو ملتونو ته په پیغامونو کښې د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرې د لمانځلو په ترڅ کښې د روژې د مبارکې میاشتې په هکله مبارکۍ ورکړه او زیاته یې کړه صهیونیسټي دښمن د فلسطین په غزې کښې خپلو هیڅ اعلان شویو هدفونو ته ونه رسید.

د ایران خارجه وزیر د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ  حزب الله مشر سید حسین نصر الله، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد نخاله ته په بیلابیلو پیغامونو کښې  وویل د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدا  ، د قران کریم د سپرلي او د خداوند سبحان د میلمستیا د میاشتې په مناسبت  د صهیونیسټ جنایتکار او د منفور رژیم په مقابل کښې  د مجاهدانو او د مقاومت ټولو ډلو او تاسو مشرانو  او د روان جنګ د شهیدانو او د ژوبلو کسانو کورنیو غړیو او دغه راز د لبنان او د فلسطین د صبرلرونکو او مقاومت کونکو ملتونو ته مبارکي وایم.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان زیاته کړه د دنیا مسلمانان په داسې شرایطو کښې د روژې میاشتې هرکلي ته ورغلي دي چې د قدس نیواکګر رژيم اوس هم په فلسطین سپیڅلي ټاټوبي کښې د فلسطین د مظلوم ملت په تیره بیا د مظلومو ښځو او د ماشومانو پرضد نسل کشۍ او بشري ضد جنایتونو ته دوام ورکوي او د اسرائیلو رژیم لخوا د فلسطینیانو د نسل کشۍ د بندولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا په شمول د نړیوالو مسوولو ارګانونو لخوا تراوسه هیڅ اغیز شیندونکی او دفاعي اقدام نه دی ترسره شوی.

Image Caption