-
ریاض کښې د عربي او اسلامي غونډې پاییزه بیانیه
Nov 12, 2023 03:58په ریاض کښې عربي او اسلامي هیوادونو د سرمشریزې د پاې په خبرپاڼه کښې د غزې د محاصرې په بشپړه ماتیدو او سمدستي ورته د انساني مرستو په رسیدو ټینګار وشه.
-
د غزې جنګ، د شرارت او شرافت د چورلیزونو مقابله ده
Nov 12, 2023 01:49د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د اسلامي ملګرتیا سازمان او عرب اتحادیې په ګډې غونډې کښې ټینګار وکړ چې د غزې پیښه د شرارت له چورلیز سره د شرافت د چورلیز مقابله ده او ټول باید وښايي چې د کوم لوري ملګرتیا کوي.
-
امریکا د فلسطین په غزې کښې د اوربند مخه نیولي ده
Nov 11, 2023 09:06زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي ټینګار وکړ: امریکا د فلسطین په غزې تړانګه کښې د اوربند مخه نیولي ده او نن سبا دنیا باید د امریکا اصلي او حقیقي څیره وپیژندي.
-
غزې کښې د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د نړیوالې غصې زیاتیدل:-
Nov 11, 2023 09:56د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتکاره اقداماتو له دوام سره په یووخت چې تراوسه یې څه د پاسه یولس زره کسان شهیدان او له اوویشتو زرو زیات فلسطینیان ژوبل کړي دي د دغو جنایتونو په هکله نړیواله غصې او نیوکې زیاتې شوي دي په دې ډول چې په پراخو مظاهرو سربیره حتی ځینو لویدیځو سیاستوالانو هم په اسرائیلو باندې نیوکه کړي ده.
-
د مسلمانو هیوادونو غونډه به جنګ غواړو ته پیاوړی پیغام ورکړي
Nov 11, 2023 09:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ټاکل شوي ده په ریاض کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه په سیمه کښې د جنګ غواړو هیوادونو لپاره یو محکم او قوي پیام ولري او په فلسطین کښې د نسل کشۍ او د جنګي جنایتونو د بندیدا سبب شي.
-
له عربو حکومتونو تر ټولو کمه هیله له اسرائیلو سره د اړیکو غوڅول دي
Nov 10, 2023 11:56زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د جمعې لمانځه خطیب د فلسطین غزې تړانګې پیښو ته د عربو حکومتونو د مناسب غبرګون پرضرورت باندې ټینګار سره وویل : له عربو هیوادونو تر ټولو کمه هیله د اسرائیلو له نیواکګر رژیم سره د اړیکو غوڅول دي.
-
د ایران ولسمشر د عربستان په غونډه کښې ګډون کوي
Nov 10, 2023 07:39ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال« محمد جمشیدي» په عربستان کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په بیړنۍ غونډې کښې د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ګډون کولو خبر ورکړ.
-
د غزې پرضد له اټومي بم د استفادې په هکله د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر دریځ :-
Nov 10, 2023 11:07د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته په یوه لیک کښې غوښتنه وکړه چې اټومي اژانس د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو پایلې د ملګروملتونو امنیت شورا ته منعکسې کړي.
-
د یمن انصار الله د فلسطین د ایډیل ملاتړ کوي
Nov 10, 2023 10:27المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم وویل: یمن یوشمیر وسونه لري چې هغه د فلسطین د ایډیل د ملاتړ لپاره چمتو کوي.
-
د اسرائیلو رژیم په روغتون بمبارۍ سره دیارلس کسان شهیدان کړل
Nov 10, 2023 10:01الجزیرې ټيلي ويژن خبر ورکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین د غزې تړانګې د روغتونونو په شمول د غزې په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم هوايي حملې هماغه راز دوام لري.