د یمن انصار الله د فلسطین د ایډیل ملاتړ کوي
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم وویل: یمن یوشمیر وسونه لري چې هغه د فلسطین د ایډیل د ملاتړ لپاره چمتو کوي.
هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له یمن څخه د اسرائیلو رژیم په مهمو او پوځي تاسیساتو سوکه سوکه حملې هماغه راز دوام لري وویل په ټول توان سره به د صهیونیسټ نیواکګرانو د جنایتونو د بندولو لپاره هڅه وکړو.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم وویل یمن په نیواکي فلسطین باندې د لرواټه بلاسټیک توغندیو برید وکړ چې امریکا او اسرائیل یې حیرانه کړل.
هغه ټینګار وکړ یمن داسې توغندي او بې پایلوټه الوتکې لري چې د صهیونیسټ رژيم له دفاعي سیسټمونو تیریږي او د اسرائیلو سټراټيژیکو مرکزونو ته رسیږي.
مخکې د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع هم ویلي وو د یمن پوځیانو د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په یوې شمیر مرکزونو باندې د توغندیو حمله کړي ده.