د مسلمانو هیوادونو غونډه به جنګ غواړو ته پیاوړی پیغام ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141364-د_مسلمانو_هیوادونو_غونډه_به_جنګ_غواړو_ته_پیاوړی_پیغام_ورکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ټاکل شوي ده په ریاض کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه په سیمه کښې د جنګ غواړو هیوادونو لپاره یو محکم او قوي پیام ولري او په فلسطین کښې د نسل کشۍ او د جنګي جنایتونو د بندیدا سبب شي.
(last modified 2023-11-11T05:02:16+00:00 )
Nov 11, 2023 09:23 Asia/Kabul
  • د مسلمانو هیوادونو غونډه به جنګ غواړو ته پیاوړی پیغام ورکړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل ټاکل شوي ده په ریاض کښې د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه په سیمه کښې د جنګ غواړو هیوادونو لپاره یو محکم او قوي پیام ولري او په فلسطین کښې د نسل کشۍ او د جنګي جنایتونو د بندیدا سبب شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي هیوادونو د مشرانو په ځانګړي غونډې کښې د ګډون لپاره عربستان ته د ایران د پلاوي له روانیدا مخکې په دې خبرې سره چې د غزې تړانګې د بدلونونو اهمیت ته په پام سره د لومړي ځل لپاره نن د عربو او د اسلامي هیوادونو د مشرانو غونډه جوړیږي وویل له دغه فرصته په استفادې سره د ایران ولسمشر رئیسي د اسرائیلو د جنګي جنایتونو د او د نسل کشۍ د بندولو،  د انسان دوستانه مرستو په پرله پسې ډول د استولو ، فلسطینیانو په زوره له کوچولو سره د مقابلې کولو او دغه ټکي ته په پام سره چې مقاومت او حماس ازادي غواړی غورځنګ یو فلسطیني ازادۍ غواړی حرکت دی مطرح کوي.

هغه وویل ټاکل شوي ده چې د ریاض غونډه په سیمه کښې د جنګ غواړو هیوادونو لپاره یو محکم او قوي پیغام ولري او په فلسطین کښې د جنګی جنایتونو او د نسل کشۍ د بندیدا سبب شي.