د ایران ولسمشر د عربستان په غونډه کښې ګډون کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر سیاسي مرستیال« محمد جمشیدي» په عربستان کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې په بیړنۍ غونډې کښې د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د ګډون کولو خبر ورکړ.
هغه په ازبکستان کښې د اکو(ECO) د مشرانو د غونډې په څنګ کښې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرونۍ کتنې ته په اشارې سره ولیکل: په دغه کتنې کښې د ایران ولسمشر ټینګار وکړ که چیرې د ریاض غونډه ونه توانیږي د فلسطین د غزې تړانګې له خلکو سره د مرستې لپاره اغیز شیندونکي ووسي نو د جنګونو د پراختیا احتمال شته ځکه چې ملتونه د مسلمانانو حکومتونو له اغیزشیندنې څخه ناهیلي کیږي.
اسلامي ملګرتیا موسسې په یوې خبرپاڼه کښې وویل د غزې تړانګې په بدلونونو باندې د غور لپاره به د دغه موسسې ځانګړي غونډه په ریاض کښې ترسره شي.
صهیونیسټ رژيم د حماس غورځنګ د طوفان الاقصی د عملیاتو په مقابل کښې د خپلو ماتیو د جبرانولو لپاره د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تراوسه هره ورځ د فلسطین د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو ، کورونو ، روغتونونو، کیمپونو او ودانیو باندې حملې او بمباري کوي چې له کبله یې څه د پاسه لس زره بې ګناه او مظوم فلسطینیان شهیدان شوي او اوویشت زره نور ژوبل شوي هم دي.