-
په واشنګټن کې بیا په غزې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په ضد مظاهرې وشوې
Feb 02, 2024 12:11په زرګونو امریکائي مظاهره چیانو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو څخه د واشنګټن په ملاتړونوپه اعتراض کې په فلسطین کې د جنګ په سملاسی بندیدا ټینګار وکړ.
-
د یمن پوځ او انصارا...له امریکا او انګلستان سره دمقابلې لپاره بشبړ تیاردي
Feb 02, 2024 11:03د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام علی القحوم ووئيل، چې دغه هیواد د بریتانیائي او امریکائي تاؤتریخوالو له زیاتیدا سره مقابلې ته تیار دی او دوي باید د ددغه تاؤتریخوالي نتیجې هم وزغمي.
-
په غزې کې د وحشي اسرائيلیانو دجنایتونو ددرولولپاره هڅو ته دوام ورکوو
Feb 02, 2024 09:04د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرحسین امیر عبداللهیان د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد النخاله سره په ټيلیفوي تماس کې په غزې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو ددرولو لپاره د هلوځلو د دوام په ضرورت ټينګار وکړ.
-
د غزې خلک هره ورځ د ژوندي پاتې کېدو هڅه کوي
Feb 02, 2024 03:03د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د فلسطیني کډوالو د مرستې رسونې او کارموندنې ادارې آنروا (UNRWA) په یوې بیانیې کې چې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپره شوې، اعلان کړی، له هغه ځایه چې د غزې په تړانګه کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی یوه ننګونه ده، زیات خلک په دې سیمه کې د محرومیت او ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
-
د غزې د خلکو د عامې وژنې پر وړاندې چوپتیا له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Feb 02, 2024 02:41د عراق د ملي حکمت غورځنګ مشر په غزې تړانګه کې د فلسطیني ولس د ډله ایزې وژنې پر وړاندې چوپتیا، له نړیوالو ارزښتونو او قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.
-
یمن له امریکا او انګلستان سره اوږدمهاله مقابلې ته تیار دی
Jan 31, 2024 02:58مونږ له ستمګرو پوځونو سره د اوږدمهالې مقابلې لپاره تیار یوو او امریکایان او انګریزان او هغه کسان چې له دوي سره غږمله دي ، باید د یمن د کلک هوډ او ارادې قدرت باندې پوهه شي او دا چې په دې باب هیڅ بحث نشته .
-
له ایران سره د جنګ لپاره د نه ګروهنې په هکله د امریکا د حکومت ادعا :-
Jan 30, 2024 08:32د سوریې او د اردن سرحد ته نږدې د دوه ویشتم برج(Tower 22) په نوم د امریکا په اډې باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملې او د امریکا د دریو پوځیانو د وژل کیدا او د څلویښتو نورو د ژوبلیدا د دوو ورځو په تیریدا سره د ولسمشر جوبایډن چارواکي له ایران سره د جنګ او جګړې لپاره د نه ګروهنې خبره کوي.
-
د صهیونیسټي اسیرانو کورنیو، د بندیانو د تبادلې لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار وکړ
Jan 30, 2024 03:59د صهیونیسټي رژیم ۱۲ چینل د دوشنبې په شپه د دغه رژیم د کورنیو له قوله راپور ورکړی چې دوی د صهیونیسټي اسیرانو د بیرته ستنېدو لپاره د یوې موافقې پر ضرورت ټینګار کړی دی.
-
عراقي ځواکونو د سوریې په شمال ختیځ کې پر امریکايي اډې برید کړی
Jan 30, 2024 02:52عراقي سرچینو پرون (دوشنبه) مازدیګر د سوریې په شمال ختیځ کې د «الشدادي» په نوم امریکايي اډې باندې د عراقي مقاومت د راکټي برید خبر ورکړی.
-
د لبنان حزب الله په اسرائیلو توغندي وویشتل
Jan 29, 2024 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رسنیو د نیواکي فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په مرکزونو باندې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هدایت شویو توغندیو د نویو حملو خبر ورکړ.