حماس د زندانیانو د تبادلې په اړه مثبت ځواب ورکړی
Feb 07, 2024 10:31 Asia/Kabul
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دوحه کې له خپل امریکایي سیال آنتوني بلېنکن سره ګډ خبري کنفرانس ته ویلي، چې له حماس غورځنګ څخه یې له اسرائیلو سره د زندانیانو د یوې بلې تبادلې په اړه مثبت ځواب ترلاسه کړی، چې دوی یې خوشبینه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اړه ډېر جزئیات ځکه نه شي ورکولای، چې ممکن د ښکېلو لورو ترمنځ روانو خبرو ته زیان ورسوي.
کنفرانس کې امریکايي لوري ویلي، چې اوس مهال دوی د دغه ځواب د ارزونې په حال کې دي او ټاکل شوې نن له اسرائیلي لوري سره پرې خبرې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې سیمې ته په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې دا د بلېنکن پنځم سفر دی او دغه سفر کې نوموړي له ریاض، قاهرې او دوحې څخه لیدنه کړې او ټاکل شوې نن اسرائیلو ته ولاړ شي.
ټیګونه