د فلسطین په خان یونس کې ۷ اسرائیلی عسکر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145986-د_فلسطین_په_خان_یونس_کې_۷_اسرائیلی_عسکر_هلاک_شول
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پوځي څانګې القسام کنډکونو پرون ناوخته په خان یونس سیمې کې په یولړ بریالیو عملیاتو کې د اسرائیلو اوه پوځیان هلاک کړي دي .
(last modified 2024-02-09T23:26:46+00:00 )
Feb 10, 2024 03:53 Asia/Kabul
  •  د فلسطین په خان یونس کې ۷ اسرائیلی عسکر هلاک شول

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس پوځي څانګې القسام کنډکونو پرون ناوخته په خان یونس سیمې کې په یولړ بریالیو عملیاتو کې د اسرائیلو اوه پوځیان هلاک کړي دي .

فارس خبری آژانس  راپور ورکړی، د القسام کنډکونو په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د خان یونس ښار په  ختیځ کې واقع  عیسان الکبیره سیمې کې  په یوه ماین چاودنې کې  اوه صهیونیسټي پوځيان هلاک کړل.

د اسرائيلي پوځیانو او جنګي الوتکو له دوامدارو جنایتونو او بې آمانه حملو له دوام سره په یووخت  د فسطین مقاومتي چورلیز مبارزانو  له نیواکګرانو سره مقابله  لاپیاوړې کړې ده او هماغه شان د اسرائیلي  پوځ هلاکتونه مخ په زیاتیدا دي ، داسې چې  دتل ابیب  رسندوئي ټولنې وائي ا صلی مرګ ژوبلې  له اعلان شوو شمیرنو ډیرې زیاتې دي. چې  البته امریکائي او لویدیځي رسانئ هم د دقیق شمیر له ښودلو ډډه کوي.

بل خبر دا چې د لبنان  حز ب ا.. غورځنګ مبارزانو هم بیګا  دسورئې په جولان لوړو کې د صهیونیسټي پوځيانو پر یوه غونډ دتوغندوي حلې خبر ورکړی او وئیلي ئې دي ، د سورئې په نیواکي جولان کې  د صهیونیسټي عسکرو د پوځ کیله غونډ د مبارزانو  د توغندیو  په باران کې پټ شوی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي .

ددغه راپور په اساس ، دغه غونډ د لبنان د پولې په پنځلس کلومیټرۍ کې دی چې د لومړي  ځل لباهر د حزب ا... غورخنګ دمبارزانو د توغندیو په شیشت کې راغلی دی. په راپور کې وئيل شوي دي د حزب ا... مبارزانو دتوغندیو د غور ا له ویرې پوله ایز زیاتره ښارګوټي له صهیونیسټي اوسیدونکو خالی شوي دي او بیرته ګرځیدا ته هیڅ  ګروهنه نه لري. د حزب ا... غورځنګ په یوې وروستۍ اعلامی کې راغلي دي ، مبارزانو همدرااز په زدین ،المالکیه، او بیاض بلیدا غونډونه هم په مستقیم ډول د توغندیو په شیشت کې راوستي او ټارګټ کړي ئې دي.