-
ګلوبل پاؤر د ایران پوځي توانمنئ مخ په وده وباله
Jan 15, 2025 01:39تهران ریډیو- ګلوبل پاؤر ،پوځي تحلیلی انټرنیټي ویب سایټ په خپل یوه وروستي راپور کې لیکلي دي، ایران د خپلو واردتي تجهیزاتو لوړتیا او د ډول ډول پوځي تجهیزاتو تولید او د هغو پراختیا ته دوام ورکوي.
-
دایران او پاکستان ترمینځ دنوي سرحدي لارې پرانیستل د ستاینې وړ دي
Jan 15, 2025 01:23پارس ټوډې - د پاکستان لومړي وزیر د ایران او پاکستان ترمینځ د نوي سرحدي سترې لارې پینسلو لپاره دایران د ملګرتیا قدرونه اوستاینه وکړه.
-
په افغانستان کې کابو ۱۴ میلیون کسان روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري
Jan 15, 2025 01:09د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکي اوس مهال روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري. اوچا ادارې له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د نژدې ۲۸۰ میلیون ډالره بسپنې غوښتنه کړې ده.
-
له افغانستان سره د پاکستان په امنیتي تګلاره کې بدلون ته اړتیا ده
Jan 14, 2025 09:58په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلامآباد ونه توانېد چې طالبان دې ته قانع کړي، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک پر وړاندې اقدام وکړي.
-
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل زما د بهرني سیاست تاریخي بریا ده
Jan 14, 2025 09:46د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلو څخه دفاع وکړه او دا یې د خپل بهرني سیاست تاریخي بریا وبلله.
-
موږ نه شو کولای چې د امریکا په شان افغانستان پرېږدو
Jan 14, 2025 09:23د پاکستان مخکیني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ پېښو زیاتوالی، په افغانستان کې له پرېښودل شویو امریکایي وسلو سره تړاو لري.
-
ترکمنستان له افغانستان څخه د ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ د پېرلو تړون لاسلیک کړی
Jan 14, 2025 08:57د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې افغانستان د ګول سیخ تولید کې ځان بسیاینې ته رسېدلی او ترکمنستان په ۲۰۲۵ کال کې ۱۵۰ زره ټنه ګول سیخ له افغانستان څخه پېري.
-
د نجونو له زده کړو سره مخالفت د هېواد د ملي ګټو خلاف عمل دی
Jan 14, 2025 08:45د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلام آباد په کوربه توب د نجونو د زده کړو په تړاو د جوړ شوي کنفرانس د پرېکړه ليک هرکلی کړی دی.
-
د ؛قیامت الارض؛ نومې ایراني -عراقي نمایش څخه د عراقیانو پراخ هرکلی
Jan 13, 2025 12:04پارس ټوډې-د ؛قیامت الارض؛ میداني نمایش چې د ایرانیو او عراقیو هنرمندانو یو ګډ اثر دی، دعراق د ولس له پراخ هرکلی سره مخ شوی دی .
-
تبصره: د ترهګرۍ د سرچینې په هکله د پاکستان او طالبانو د اختلافاتو زیاتیدل
Jan 13, 2025 11:52د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتو د څارونکې ډلې په رپورټ باندې په استناد سره ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کښې هم د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د جذب او اسانتیا مرکز پاتې شو او د القاعده او تحریکِ طالبان پاکستان په شمول ځینې نورې ترهګرې ډلې هم، په افغانستان کښې لاهم فعالې دي.