-
ایران په سیمې کې د سولې او امنیت لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی
Jul 20, 2024 10:23په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازي ووئيل، ایران په سیمې کې د سولې او امنیت د دودولو او له فوري چیلنجونو سره دمقابلې لپاره د ملګروملتو او شانګهائي ملګرتیا موسیسې په چوکاټ کې د ملګرتیا لپاره تیار دی.
-
په یمن د حملو دوام به دعربستان د ۲۰۳۰کال لرلید له مینځه یوسي
Jul 20, 2024 09:35د یمن د انصار ا.... و لسی غورځنګ رهبر ټينګار وکړ،که د یمن په ضد د حملو دوام وکړ، نو د عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید به نابود شي.
-
له افغانستانه نورو سیمو ته د وسلو د قاچاق ادعا دروغ دي
Jul 20, 2024 09:05د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي دهندي رسندویو راپور او له افغانستانه د ا مریکائي وسلو د قاچاق په باب دډونلډ ټرمپ د ادعا په غبرګون کې ټينګار وکړ، دغه شان ادعاګانې تش دروغ دي.
-
پاکستان د پلمو لټوَلو په ځاي خپل امنیت پخپله تامین کړي
Jul 20, 2024 08:56د افغانستان د حکومت په قطر کې د سیاسی دفتر مشر دافغانستان د سفیر د احضارولو په غبرګون کې ووئيل، پاکستان دې و پلمو لټوَلو په خاي خپل داخلی امنیت پخپله تامین کړي.
-
په عمان کې د اختلاف په پلمه فرقه پال تاؤتریخولی هیڅ ځاي نه لري.
Jul 20, 2024 08:44د عمان لوي مفتی وئيلي دي، هغه ترټولو ښه شی چې اوس ددغې غمیزې په باب وئیل کیدلی شي، دا دی چې مور پلار او د ټولنې درست اورګانونه باید هغه ارشاد او روزنې لا لوړې او زیاتې کړي او د سم ایمان د اصولو په پياوړتیا کې چې انساني مقدسات ستائي او انحرافي او باطل افکار ردوي ،هڅه وکړو.
-
افغانستان په ایران کښې هم د بریښنايي پيژندپاڼو ویش پيلوي
Jul 20, 2024 03:55د طالبانو د احصائیو او اطلاعاتو د ادارې ویاند وویل چې په ایران، پاکستان او ترکیې کښې د الیکټرانک تذکرو د ویش د مرکزونو د پرانستلو لپاره یې کوششونه جاري دي.
-
په افغانستان کې د افغان خبریالانو د نیولو او ګواښونو نږدې ۹۰ پېښې ثبت شوي
Jul 19, 2024 03:09د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې، په تېرو شپږ میاشتو کې یې په دې هېواد کې د خبریالانو د نیولو او ګواښونو نژدې ۹۰ پېښې ثبت کړي دي.
-
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی
Jul 19, 2024 03:04د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی چې نن جمعه به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو او همداراز سالنګونو کې بارانونه واوري.
-
وارداتي یهودیان دڅه لپاره؟باقری کنی او د سی این این پوښتنې
Jul 18, 2024 11:32پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست له سی این این امریکائی خبری چینل سره په مرکه کې د ایران،لویدیځي آ سیا او نړۍ په باب د فرید زکریا پوښتنو ته کرَه ځوابونه ورکړل.
-
په ننګرهار کې د وروستیو بارانونو له امله د قربانیانو شمېر ۱۳۰ کسانو ته رسېدلی
Jul 18, 2024 11:16په ننګرهار کې روغتيايي سرچينو ویلي، چې په دغه ولايت کې د وروستيو سختو بارانونو او توفان له امله، د مړو شمېر يو سلو دېرشو کسانو ته رسېدلى دى.