له افغانستانه نورو سیمو ته د وسلو د قاچاق ادعا دروغ دي
(last modified Sat, 20 Jul 2024 08:05:55 GMT )
Jul 20, 2024 12:35 Asia/Kabul
  • له افغانستانه نورو سیمو ته د وسلو د قاچاق ادعا دروغ دي

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي  دهندي رسندویو  راپور  او له افغانستانه د ا مریکائي وسلو د قاچاق په باب دډونلډ ټرمپ  د ادعا په غبرګون کې ټينګار وکړ، دغه شان ادعاګانې تش دروغ دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، له افغانستانه د  کشمیر سیمو ته د  امریکائي وسلو د قاچاق  په باب رسندوي راپورونه بې اساسه او تش دروغ دي.

هغه زیاته کړې ده ، په افغانستان کې باقي پاتې ټولې وسلې او پوځي تجهیزات  د کابل دحکومت په مالکیّت کې دي.

ذبیح ا... مجاهد همداراز په افغانستان کې د باقي پاتې امریکائي وسلو په باب د ډونلډ ټرمپ  د څرګندونو په باب هم ووئيل، دغه ټول تجهیزات او وسلې چې له امریکایانو په افغانستان کې پاتې دي ،ددغه هیواد د حکومت په اختیار او مالکیّت کې دي.

دطالبانو د حکومت ویندوي د دوحې موافقې ته په اشارې سره  هم روښانه کړې ده،له افغانستانه د امریکائي عسکرو د وتلو اصلی دلیل   دنیواک په ضد د ولس شل کلنه مبارزده وه.

د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر په همداوروستیو کې ادعا کړې ده افغانستان اوس د امریکائي وسلو په ترټولو لوي خرڅونکي بدل شوی دی.