پاکستان  د پلمو لټوَلو په ځاي خپل امنیت پخپله تامین کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i150514-پاکستان_د_پلمو_لټوَلو_په_ځاي_خپل_امنیت_پخپله_تامین_کړي
 د افغانستان د حکومت په قطر کې د سیاسی دفتر مشر دافغانستان د سفیر د  احضارولو په غبرګون کې  ووئيل، پاکستان دې و پلمو لټوَلو په خاي خپل داخلی امنیت پخپله تامین کړي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 20, 2024 08:56 Asia/Kabul
  • پاکستان  د پلمو لټوَلو په ځاي خپل امنیت پخپله تامین کړي

 د افغانستان د حکومت په قطر کې د سیاسی دفتر مشر دافغانستان د سفیر د  احضارولو په غبرګون کې  ووئيل، پاکستان دې و پلمو لټوَلو په خاي خپل داخلی امنیت پخپله تامین کړي.

تسنیم خبری آژانس راپور روکړی، په قطر کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی دفتر مشر سهیل شاهین  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دطالبانو حکومت نه غواړي  ،  له ګاونډیو هیوادونو سره د افغانستان اړیکې کوم تاوان وویني.

هغه د پاکستان  خارجه وزارت ته د افغان حکومت سیاست چورلیزي اقتصاد دی او ګروهنه نه لری،  له کوم ګاونډي هیواد سره د افغانستان اړیکې خرابې شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر  مشر ټينګار وکړ، افغانستان ددغه هیواد او سیمې په ثبات پسې دی،د هر هیواد داخلی امنیت د هغه هیواد له  حکومت سره اړونده دی او د پلمو د لټوَلو په ځاي دې  دخپل داخلی امنتی ته متوجه شي.

 له بل پلوه ځيني کارپوهان په دې اند د ي چې  په سیمې په تیره بیا د افغانستان په ضد د پاکستان نوی کړچار تور لګول دي. دافغانستان د چارو یو کارپوه محمد متین محمد خیل  طلوع نیوز ته وئيلي دي، د پاکستان  په خیبر پختونخواه صوبې کې  د عزم استحکام نوې پوځي عملیات د پښتنو له سخت غبرګون سره  مخ حامخ شوي دي او پاکستان غواړي ، یو ځل بیا دخلکو او رسندویو توجه   د افغانستان په لور وکاږي.