-
په تېرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
Jan 19, 2026 10:09پاکستان وايي، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه، چې د افغان کډوالو د ایستلو (ستنېدو) درېیم پړاو پیل شوی، تر اوسه له ۲ لکه ۷۵ زره څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.
-
جاپان په تېرو ۴ کلونو کې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالره مرسته کړې
Jan 19, 2026 10:02په کابل کې د جاپان سفیر «کینیچي ماساموتو» د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، هېواد یې له تېرو څه باندې ۴ کلونو راهیسې له افغانستان سره ۵۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
-
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اور لګېدنې له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۳۶ ته ورسېده
Jan 19, 2026 09:51د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې لګېدلی اورله ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوی دی. د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي.
-
عراقچي: د عینالاسد تخلیه د عراق د ثبات د پیاوړتیا نښه ده
Jan 19, 2026 09:29پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له عینالاسد څخه د امریکا وتل او بغداد ته یې سپارل، د عراق د ثبات او حاکمیت د پیاوړتیا نښه ده.
-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت سوداګریز پلاوی بنګلهدېش ته تللی
Jan 19, 2026 01:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو حکومت وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت یو پلاوی د ۵۰ سوداګرو په ملتیا بنګلهدېش ته تللی دی. ویل شوي، دا پلاوی د یاد وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره د بنګلهدېش پلازمېنې ډاکې ته روان شوی دی.
-
د عراق او ایران امنیت د یوه بل د ثبات او امنیت بشپړونکی دی
Jan 18, 2026 11:02د عراق د بهرنیو چارو وزیر، د سید عباس عراقچي سره په لیدنې کې، د ګډو ملګرتیاؤ د پراختیا او د سیمې د ثبات د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
ایکس کارؤونکي؛له امریکا او اسرائیلو سره په مبارزې کې، له ایران سره یو ځای یوو
Jan 18, 2026 10:23پارسټوډی - د ایکس ټولنیزچینل کاروونکو د امریکا او صهیونیسټي رژیم لخوا په ایران کې د ناامنۍ او ګډوډۍ رامنځته کولو دسیسو ته اشاره وکړه او څرګنده ئې کړه چې له امریکا او اسرائیلو سره په مبارزه کې، دوی د ایران ترڅنګ دي.
-
د ایران اسلامی جمهوریت به هر تیري ته په قوت سره ځواب ورکړي
Jan 18, 2026 10:09پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "د ایران اسلامي جمهوریت هر ډول ګواښ ته په سخت ځواب سره غبرګون ښودلی شي."
-
د امریکا عرب متحدان د ایران پر وړاندې د جګړې پرځای د ډیپلوماټیکو لارو غوره کول غواړي
Jan 18, 2026 09:27پارس ټوډې- واشنګټن پوسټ د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې "اسټیو ویټکاف" د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی، د عربو چارواکو سره په خبرو کې له ایران سره د هر ډول احتمالي جګړې په اړه خبرداری ترلاسه کړ. دې سرچینو وئیلي چې د امریکا متحدان له ایران سره د جګړې له پایلو د وېرې ښودنه کړې او د سیاسي حل لارې په انتخاب ئې ټینګار کړی، هغوي ویلي چې له ایران سره د تاؤتریخوالي د زیاتېدو په بڼه کې د سیمې امنیت او اقتصاد له جدي کړکېچ سره مخ کیدای شي.