-
د صهیونیسټي رژیم له لوري د سوماليلنډ په رسمیت پېژندنه؛ د افریقا په څانګه کې د عربانو د امنیت پر وړاندې نوی ګواښ
Dec 29, 2025 08:50پارسټوډې – د عربي نړۍ یو وتلی شنونکی خبرداری ورکوي چې د صهیونیسټي رژیم پرېکړه، چې سوماليلنډ په رسمیت وپېژني او له هغه سره ډیپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي، په سیمه کې د اسرائیلو د تجزیې او نفوذ د سیاست څرګنده نښه ده.
-
ترکي ورځپاڼه: د ایراني سپوږمکیو توغول د ایران او روسیې د همکاریو د لا ژورتیا یو بل ګام دی
Dec 29, 2025 08:38پارسټوډې – یوې ترکي ورځپاڼې په خپل راپور کې د روسي سایوز توغندي په وسیله د ځمکني مدار ته د درې ایراني سپوږمکیو د توغولو په اړه لیکلي دي: دا اقدام د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او ژورتیا یو روښانه نښه ده.
-
الحوثي: په سوماليلنډ کې د اسرائیلو حضور، د سیمې د اسلامي هېوادونو پر وړاندې ګواښ دی
Dec 29, 2025 08:25پارسټوډې – د یمن د انصارالله غورځنګ رهبر ټینګار وکړ چې په سوماليلنډ کې د اسرائیلو هر ډول حضور به د یمن او د سیمې د هېوادونو پر وړاندې یو پوځي ګواښ وبلل شي او باید ورسره قاطع چلند وشي.
-
درې ایراني سپوږمکۍ فضا ته وتوغول شوې
Dec 29, 2025 08:13پارسټوډې – درې ایراني سپوږمکۍ «ظفر ۲»، «پایا» او «کوثر ۱.۵» فضا ته وتوغول شوې.
-
السوډاني: ایران د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه لري
Dec 29, 2025 08:04پارسټوډې – د عراق لومړي وزیر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د عراق په کورنیو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه او نفوذ نه لري، او د دواړو هېوادونو اړیکې د دیني او کلتوري ګډو ارزښتونو او د ترهګرۍ پر ضد له بغداد د تهران د ملاتړ پر بنسټ ولاړې دي.
-
لاوروف: د فلسطیني دولت جوړېدل د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی
Dec 29, 2025 07:56پارسټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د فلسطین د خپلواک هېواد جوړېدل د فلسطین او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د اوږدمهاله شخړې د حل لپاره یو اساسي ګام او د تاریخي بېعدالتۍ جبران دی.
-
پاکستان باید له افغانستان سره د ملګرتیا فرصت له لاسه ورنه کړي
Dec 29, 2025 02:32د پاکستان د ولسی جرګې پخواني مشر او د «تحریک تحفظ آئین پاکستان» ائيتلاف عمومي منشي اسد قیصر د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی وکړ او ټینګار ئې وکړ چې له کابل سره د ملګرتیا او د اړیکو د پیاوړتیا فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي، ځکه دا کار کولی شي د سیمې د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
-
په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د امریکا د پخواني ځانګړي استازي خبرې شوي
Dec 29, 2025 02:28د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، په کابل کې په یوې لیدنې کې د دواړو خواوو ترمینځ د اړیکو د پراختیا پر لارو او ننګونو خبرې وکړې.
-
پاکستان کې د؛خاتونِ جنت؛سمینار!د اسلامي وحدت دیني اوټولنیرضرورت
Dec 29, 2025 02:26پارسټوډې – په پاکستان کې د اهل تشیع او اهلسنت د عالمانو په ګډون، د «خاتونِ جنت (س)» په عنوان سرخ سکیمتر ترسره شو.
-
ایران او قطر د یمن د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار وکړ
Dec 29, 2025 01:46نړیواله ټولنه باید پر صهیونیسټي رژیم دباؤونه زیات کړي، څو خپلو ژمنو ته بشپړ پابند پاتې شي او د نسلوژنې، نیواکګرۍ او پراختیا غوښتنې سیاستونه ودروي او په سیمې د اور د لمبو له زیاتولو ډډه و کړي.