طالبان له روسیې سره د سوداګرۍ د پراخولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i172022-طالبان_له_روسیې_سره_د_سوداګرۍ_د_پراخولو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سفیر له روسیې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د ټرانسپورټ د اسانولو په هکله خبرې اترې وکړې.
(last modified 2026-04-15T07:59:59+00:00 )
Apr 15, 2026 12:25 Asia/Kabul
  • طالبان له روسیې سره د سوداګرۍ د پراخولو هڅه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو سفیر له روسیې سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د ټرانسپورټ د اسانولو په هکله خبرې اترې وکړې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په ماسکو کښې د طالبانو سفیر مولوي ګل حسن حسن په «سواستوپول» کښې د افغانانو په سوداګریز مرکز کښې له یوشمیر افغان تاجرانو سره وکتل.

په دې ملاقات کښې د افغانستان او روسیې ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ټرانزټي او ټرانسپورټي اسانتیاو د رامینځته کولو او په دې لړ کښې د موجودو ستونزو د هواري په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

مولوي چل حسن په یاده کتنه کښې له افغان سوداګرو وغوښتل چې له روسیې سره د تجارت پراختیا ته ډیره پاملرنه وکړي او په دې لړ کښې د ستونزو د هواري لپاره غږملتیا پیاوړې کړي.