پاکستان د ایران او امریکا ترمینځ د منځګړیتوب مهم رول لوبوي
پارس ټو ډې- د پاکستان د خارجه وزارت د ویاند په وینا، د پاکستان د مشرانو له خوا له نړیوالو مشرانو سره اړیکې ټینګې ساتل شوې او د سولې هڅې په نړیواله کچه ستایل شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي چې پاکستان د سیمې د سولې لپاره ژمن دی او د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی دی.
هغه زیاته کړه چې پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب لپاره هڅې کوي، او د اسلامآباد مذاکرات د لومړي وزیر شهباز شریف په هڅو ترسره شول.
د پاکستان د خارجه وزارت د ویاند په وینا، د پاکستان د مشرانو له خوا له نړیوالو مشرانو سره اړیکې ټینګې ساتل شوې او د سولې هڅې په نړیواله کچه ستایل شوې دي.
پاکستان همدارنګه په لبنان کې د اسرائیلي بریدونو غندنه کړې او د کشمیر په اړه یې د هند پر اقداماتو اندېښنه څرګنده کړې، ټینګار یې کړی چې د دې سیمې وروستۍ پرېکړه باید د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې وشي.