قائي: د ایران ایټمي حق څخه تېرېدل ممکن نه دی
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران د ایټمي حق په اړه وویل: د ایران معلومداره حقوق چي د نړیوالو حقوقو له خوا تائید شوي دي، تېرېدل ورڅخه ممکن نه دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقائي د ایران د ایټمي فعالیت د حق په هکله وویل: ایران د ان پي ټي یا د ایټمي وسلې د نه خپراوی په تړون کې د غړیتوب له مخې، د ایټمي انرژیو د کارولو له حقوقو څخه برخمن دی. د یورانیمو د بډاینې د کچې په هکله مونږ تل ویلي دي چي خبرو ته تیار یو. بیا مو هم ټینګار کړی چي ایران د خپلو اړتیاو له مخې باید د یورانیمو بډاینې ته دوام ورکړي.
بقایي د امریکا د ولسمشر د مرستیال ونس د ادعاو په غبرګون کې وویل: نه پوهېږم چي د ایټمي وسلې په اړه باید په کومې ژبې سره، د ایران دریځ اعلان کړو، د ایران ایټمي فعالیت تل سوله ایز پاته شوی.