-
دیمن عسکرو د عربستان ګوډاګیان وژلی دی
Aug 28, 2019 02:06زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن سهار وختی دخپل هیواد په شمال لویدیځ کښې په حجه ولایت کښې په حیران سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو د زلزال یو ډوله د بلاسټیک توغندی برید وکړ چې له کبله یې د سعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان مړ یا ژوبل شول .
-
دیمن پوځ دعربستان جیزان هوائی ډګربیا په توغندیو وویشت
Aug 26, 2019 03:04دعربستان په جنوب کې د ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه دهغو جنګی الوتکو دسونګو رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې په یمن د سعودی ائیتلاف په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .
-
له عربستان او اماراتو سره په مقابلې ټینګار وشو
Aug 25, 2019 12:05دیمن د ملی ژغورنې د حکومت مشر عبدالعزیز بن حبتور نن له المیادین ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو له استعمار سره د مقابلې غوښتنه وکړه .
-
سعودی عربستان ته د افغانستان د ولسمشر سفر
Aug 25, 2019 11:19اشرف غنی له طالبانو په ملاتړ کې د عربستان مخینې ته په پام سره،هیله درلوده،په طالبانو ډلې کې د ریاض په نفوذ په تکیّې سره دغه ډله،د افغانستان له حکومت سره د روغې جوړې خبرواترو ته وهڅوی،چې دغه شان غوښتنه هیڅکله هم پوره نه شوه او د سعودی چارواکی په غوښتی او ناغوښتی توګه ونه توانیدل د اشرف غنی ددغې غوښتنې دپوره کیدا لپاره کوم ګام پورته کړائ شی .
-
د تهران او کابل چاپ ځینی نننۍ ورځپانې
Aug 24, 2019 08:08د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی پانې خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو .په سر کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځینی ورځپاڼې درسره شریکې کوو . هیله ده ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
-
د سوریې عسکرو ریف شمالی سیمه ازاده کړه
Aug 23, 2019 23:40زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ په لویدیځ کښې دحماه ولایت په ریف شمالی سیمې د حکومتی عسکرو د بشپړه کنټرول خبر ورکړ .
-
د سوریې عسکرو بل ښارګی هم ازاد کړ
Aug 23, 2019 08:47زمونږخبریال وایی دسوریې پوځی سرچینو نن د حماه ولایت دشمال په خوا کښې په کفرزیتا ښارګی باندې د پوځ د کنټرول خبر ورکړ .
-
د یمن پوځ د امریکا جوړه بې پایلوټه الوتکه وغورځوله
Aug 21, 2019 02:06ایرنا خبری اژانس وایی د یمن ولسی کمیټو او د پوځ دافع هوا نن سهار وختی په ذمار ولایت کښې د سعودی عربستان ائتلاف ته د اړونده ایم کیو ناین ( MQ-9) په نامه د امریکا د جوړې پرمختللی بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ .
-
د فارس خلیج دناامنۍ اصلی علت امریکا ده
Aug 14, 2019 01:20زمونږ خبریال وایی د ایران دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په فارس خلیج کښې د ناامنۍ اصلی علت دامریکا لاسوهنه او د ایران دخلکو پرضد د واشنګټن اقتصادی ټروریزم وباله .
-
په قدرت سره دعربستان او داماراتو ددسیسو په مقابل کښې ودریږئ
Aug 13, 2019 23:56زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون په تهران کښې د یمن دانصار الله غورځنګ له یوه(۱) پلاوی سره په کتنه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یمن د ویشلو هڅه کوی وویل باید په قدرت سره ددغه دسیسې په مقابل کښې ودریږئ او په ځمکنۍ بشپړتیا سره د متحد او دیوهیړ یمن ملاتړ وکړئ .