دیمن عسکرو د عربستان ګوډاګیان وژلی دی
Aug 28, 2019 06:36 Asia/Kabul
-
سعودي عربستان له تیرو پینځو(۵) کلونو راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو ، بمباریو او جنایتونو ته دوام ورکړی .
زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو نن سهار وختی دخپل هیواد په شمال لویدیځ کښې په حجه ولایت کښې په حیران سیمه کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو د زلزال یو ډوله د بلاسټیک توغندی برید وکړ چې له کبله یې د سعودی عربستان په لسګونو ګوډاګیان مړ یا ژوبل شول .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا هم د سعودی عربستان د ائتلاف تیریو ته په ځواب کښې په دوو(۲) زلزال یو ډوله توغندیو سره د سعودی عربستان په نجران کښې دعربستان د ګوډاګیانو په مرکزونو بریدونه کړی وو .
سعودی عربستان له تیرو پینځو(۵) کلونو راهسې دیمن دخلکو پرضد حملو ، بمباریو او جنایتونو ته دوام ورکړی چې له کبله یې تراوسه دیمن څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) خلک وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم دی .
ټیګونه