دیمن پوځ دعربستان جیزان هوائی ډګربیا په توغندیو وویشت
دعربستان په جنوب کې د ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه دهغو جنګی الوتکو دسونګو رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې په یمن د سعودی ائیتلاف په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .
زمونږخبریال راپور راکړ د یمن دپوځ ویندوی جنرال یحیی سریع بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئیل ددغه هیواد د پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو توغندوی یونټونو د بدر یو په نامې سره په ځای لسو بالیسټک توغندیو د عربستان په جیزان هوائی ډګر کې د جنګی الوتکو اوآپاچی چورلکو د دریدو ګیراجونه په نښه کړی او تباه کړی ئې دی .
راپورښئ په دغو توغندوی حملو کې دسعودی عربستان په لسګونو پوځیان هلاک او ټپیان شوی دی .
د یمن دپوځ اوولسی مبارزو کمیټیو د بې پیلوټه الوتکو یونټونو هم پرون د عربستان دجنوب عسیر ولایت ملک خالد هوائی ډګر په نښه کړی ؤ .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی په همدا وروستیو کې ټینګار کړی ، دتیریګرو په وړاندې د جهنم دروازې خلاصې شوی دی او دیمن له خاورې به یو تیریګر هم دژوندی بیرته ستنیدو تمه ونه لری .
دعربستان په جنوب کې د ملک خالد ، جیزان او آبها هوائی ډګرونه دهغو جنګی الوتکو دسونګو رسونې او د ناستې پاستې ځایونه دی ، چې په یمن د سعودی ائیتلاف په حملو کې ورځینی استفاده کیږی .