-
ملګري ملتونه: تېر کال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی
Feb 27, 2026 07:35ملګرو ملتونو ویلي چې پروسږکال نږدې ۸ زرو کسانو د کډوالو پر لارو لکه مدیترانې سمندر کې مړه یا ورک شوي چې ښايي د قربانیانو واقعي شمېر خورا پورته وي، ځکه چې د بودیجې کموالی د بشري مرستو او د کډوالو د مړینو د ثبت او تعقیب امکانات محدود کړي دي.
-
ایران د ادراکي علومو په برخه کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې
Feb 26, 2026 07:59پارس ټوډې - ایران د ملاتړ کوونکو پالیسیو او د اکاډمیکو همکاریو د پراختیا پر بنسټ، د ادراکي علومو په علمي تولید کې د نړۍ د ۲۰ غوره هېوادونو په ډله کې ځای لري.
-
ذبیح الله مجاهد: افغانستان به د پاکستان پوځیانو ته د خپل عمل سزا ورکړي
Feb 24, 2026 02:52د افغان طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې افغانستان به د پاکستان د پوځ حملو ته ورته ځواب ونه وايي بلکې اصلي جنایتکارانو ته، چې د ده په وینا پاکستاني پوځیان دي، سزا ورکړي.
-
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی
Feb 24, 2026 02:47په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.
-
یوناما د پاکستان په بریدونو کې د ۱۳ ملکیانو وژل کېدل او ۷ نورو ټپي کېدل تأئید کړل
Feb 24, 2026 02:41په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونو ته په غبرګون کې له ټولو خواوو غوښتي چې د ملکیانو د خوندیتوب او د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره تاوتریخوالی بند کړي.
-
د ایران د سمندري ځواک قوماندان: سمندري پایداره امنیت په سیمه ایز پیوستون سره ترلاسه کېږي
Feb 21, 2026 11:35پارس ټوډې- د ایران د سمندري ځواک قوماندان له خپل هندي سیال سره په لیدنه کې ټینګار وکړ: سمندري پایداره امنیت یوازې د سیمې د هېوادونو په همکارۍ او پیوستون سره تضمین کېږي.
-
د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره د ایران او روسیې د ګمرکي پلاوو دوهاړخیزه غونډه
Feb 19, 2026 21:36پارسټوډې – د ایران او روسیې ګمرکي پلاوو په تهران کې د ښوونیزو همکاریو د پراختیا او د ګمرکي تشریفاتو او څارنې د بهیر د اسانتیا په موخه غونډه وکړه.
-
تېرکال افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۴.۶ سلنه کمې شوي
Feb 19, 2026 20:25د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان هغه راپور رد کړ چې پکې د افغانستان په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د ملاریا د زیاتوالي ګواښ یاد شوی. د دغه وزارت د مسوولانو په وینا، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ملاریا پېښې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۱۴ اعشاریه ۶ سلنه کمې شوي.
-
د جنیوا خبرې؛د ایران او امریکا د خبرواترو پر دوام سره صلا شول
Feb 18, 2026 01:33پارس ټوډې – د ایران او امریکا ترمینځ په جینوا کې غیر مستقیمې خبرې اترې، وروسته له دې د متن د چمتو کولو مرحلې ته داخلې شوې چې ایران او امریکا پر ځینو لارښونکو اصولو موافقې ته سره ورسېدل.
-
د اټومي مذاکراتو په اړه له عراقچي سره د قبرس د بهرنیو چارو د وزیر ټلفوني خبرې
Feb 14, 2026 02:27د قبرس د بهرنیو چارو وزیر کنستانتینوس کمبوس چې هېواد یې دا مهال د اروپايي ټولنې پړاویز مشرتوب پر غاړه لري، د جمعې په ورځ له سید عباس عراقچی سره په ټلفوني اړیکه کې، د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو د نوې دورې د پیل هرکلی وکړ او د خبرو د دوام او د تاوتریخوالي د کمولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.