-
روسیې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر کمولو او له اوکراین سره د مرستو پر زیاتولو سختې نیوکې وکړې
Sep 16, 2023 09:22په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا له افغانستان سره د اوکراین په پرتله د نړیوالې ټولنې په کمو مرستو نیوکه وکړه او وویل چې اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې، چې دا د افغانستان له مرستو یو میلیارد زیات دي.
-
د برجام په اړه د اروپايي ټروئیکا لخوا د ژمنې نوې سرغړونه
Sep 15, 2023 13:12د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل په یوه بیانیه کې چې د پنجشنبې په شپه د اروپایي ټولنې په ویب پاڼه کې خپره شوه، اعلان وکړ چې درې اروپایي هېوادونه، بریتانیا، فرانسې او جرمني، هغه ته په یوه لیک کې د همغږي کوونکي په توګه اعلان کړی، چې د ایران پر وړاندې د توغندیو بندیزونه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د برجام د هوکړې له مخې باید لیري شي، نه لیري کوي.
-
د تعلیم د خپراوي ۳ افغان فعالان د سخاروف جایزې ته نومول شوي
Sep 15, 2023 09:53اروپايي پارلمان د سږ کال سخاروف جایزې ته درې افغانان نومولي چې د تعلیم د پراختیا لپاره یې هلې ځلې کړي دي.
-
لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ تازه تر ۲زره ډېر مړي موندل شوي
Sep 14, 2023 01:48د لیبیا په هغه ښار کې چې سېلابونو د اوبو بندونه مات کړي دي نن تر دوه زره ډېر جسدونه موندل شوي دي.
-
پنجشېر کې د لومړي ځل لپاره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت «زمرد» پلورل شوي
Sep 14, 2023 01:45د پنجشېر سیمه ایز چارواکي وايي چې د لومړي ځل لپاره دغه ولایت کې استخراج شوي «زمرد» په نږدې ۲۵ میلیونه افغانۍ پلورل شوي دي.
-
په افغانستان کې مخ پټو کسانو یو ښونځی وسوځوۀ
Sep 13, 2023 01:33د طالبانود مشرانو دفیصلې په اساس انجونې ، له شپږم صنفه پورته د زده کړې حق نه لري . دغه فیصله له ډيرو داخلی او بهرنیو نیوکو او مخالفتونو سره مخامخ شوې ده او په افغانستان کې د ښځو او انجونو دحقوقو پوره کیدا د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې لپاره دنړیوالې ټولنې یوه اساسی غوښته هم ده .
-
د ملت د حق په سر له چا سره هیڅ ډول موقتي موافقه نه کوو
Sep 13, 2023 01:23د ایران خارجه وزیر ووئيل، له چا سره د هیڅ ډول موقتي موافقې په درشل کې نه یو او هغه څه چې پیښ شوي دي ،له انګلستان او جنوبی کوریا څخه د ایران د ملت دشتمنیو په عزت سره بیرته اخستل دي .
-
په افغانستان کې واکمن حکومت د قانونی حکومت تره حده نه دی
Sep 12, 2023 11:48د پاکستان دموقتي حکومت لومړي وزیر په رسندوئي غونډې کې ووئيل، لویدیځوال لاړل او هغه حکومت چې په ا فغانستان کې باقي پاتې دی کوم قانوني حکومت نه دی.
-
طالبان د افغان شخصیّتونو او پخوانیوچارواکو له بیرته ستنیداسره پخلادي
Sep 12, 2023 09:16له دې مخکې دغه وزیر په بادغیس ،تخار،بغلان اوبامیان ولایتونو ته هم سفر کړی ؤ. حنفي بامیان ته پخپل وروستي سفر کې د ستر د نه رعایتولو په دلیل په پارکونو کې د ښځو شتو ممنوع اعلان کړی ؤ.
-
په پاکستان کې کابو دوه ټنه نشه ایز توکي کشف اوضبط شول
Sep 12, 2023 08:55د پاکستان امنيتی ځواک ددغه هیواد په بلوچستان صوبې کې څه دپاسه دوه زره کلوګرامه ډول ډول نشه ایز توکي کشف او ضبط کړي دي.