-
د بشري حقوقو د شورا اقدام د خواشینۍ وړ دی
Apr 05, 2023 01:06زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایران پرضد د بشري حقوقو د شورا د پریکړه لیک په ردولو سره د سیاسي هدفونو لپاره د بشري حقوقو ښکاره لاسوهنه د خواشینۍ وړ وبلله.
-
چین ته د اروپایي مسئولینو د پرلپسې سفرونو تر شا هدف څه دې؟
Apr 04, 2023 09:57کارپوهان په دې باور دي چي په راتلونکو ورځو کې چین ته د اروپایي کمیسیون د مشرې، د فرانسې د ولسمشر او نورو اروپایي مسئولینو سفرونه د اکراین د جنګ د ختمولو لپاره د چین د وړتیا د کارولو په هدف تر سره کیږي.
-
ریاض ته د ملک سلمان بلنې ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مثبت ځواب
Apr 03, 2023 11:48د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال له ریاض او د فارس خلیج له هېوادونو سره د تهران اړیکو ته په اشارې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ریاض ته د سعودي عربستان د پاچا بلنې ته مثبت ځواب ورکړی دی.
-
د داعش لوی ښودل د پروپاګند یوه برخه ده، موږ یې ردوو
Apr 03, 2023 12:57د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، داعش ډله د افغانستان په هېڅ ځای کې فزیکي حضور نه لري، خو ځيني هېوادونه غواړي داعش ډېر لوی خطر وښيي او بیا ترې د خلکو او نظام پر وړاندې تبلیغاتي ګټه پورته کړي.
-
د هېچا تر اغېزې لاندې نه یو
Apr 03, 2023 12:33د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، په هېواد کې په خپلواک ډول پرېکړې کېږي او طالبان د هېچا تر تاثیر لاندې نه دي.
-
د اسلامي هېوادونو مشران باید د اسلامي امت یووالی رامنځته کړي
Apr 03, 2023 12:10د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د یمن د عالي سیاسي شورا مشر ته په یو پیغام کې د اسلامي امت پر یووالي ټینګار وکړ.
-
ترهګري، له کورني ناورینونو څخه د وتلو لپاره د صهیونیستي رژیم تګلاره
Apr 03, 2023 11:28د ایران د اسلامي جمهوریت ویاند په سوریه کې د دوو ایراني پوځي سلاکارانو شهادت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ترهګریزې کړنې به، بې ځوابه پاتې نه شي.
-
یوه هندي سړي مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه
Apr 03, 2023 09:34په هند کې یوه سړي پر یوه مسافر د تیلو په شیندلو سره، د حرکت په حال کې مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه.
-
قرآن د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري
Apr 03, 2023 09:21په پارلماني چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت مرستیال وویل: قرآنکریم د ټولو مسلمانانو او غیر مسلمانانو لپاره ځانګړی جذابیت لري.
-
د "خنجراب" په پوله د پاکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پیل
Apr 03, 2023 09:05د چین او پاکستان تر منځ د "خنجراب" پوله له درې کلونو وروسته د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.